fbpx

هرات کې روباټ جوړونکو نجونو روباټونه نندارې ته وړاندې کړل

خبریال ډاټ کام-: د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو په هرات ولایت کې خپل روباټونو نندارې ته وړاندې کړل.

د هېواد روباټ جوړونکو نجونو له هېواده بهر یې هم د روباټ جوړولو په ډېر شمېر سیالیو کې ګډون کړی او مډال ګټوونکي شوي هم دي.

١٦ کالنې روباټ جوړونکي نجونې اوس مهال د ښوونځي زده کوونکي دي.

روباټ جوړونکو نجونو په هرات ولایت کې د روباټونو ښودلو په نندارې کې پر خپل لاس جوړ شوي، روباټونه، کمپیوټري لوبې او لاسي صنایع هم وړاندې کړل.

د روباټ جوړونکو نجونو له ډلې یوې غړې وویل، په دغو روباټونو کې د اسوا په نوم یو روباټ په واسطه په کارخانو کې د هغو وسایلو د لېږد را لېږد لپاره ترې کار اخیستل کیږي چې د انسان له توانه پورته وي.

د اسوا په نوم د کارخانو لپاره د وسایلو د لېږد را لېږد دغه روباټ د هېواد روباټ جوړونکو نجونو په کاناډا کې د یوې سیالۍ پر مهال جوړ کړی دی.

په دغو روباټونو کې د هېواد د روباټ جوړونکو نجونو له لوري داسې یو روباټ هم جوړ شوی، چې په امنیتي برخه کې ترې کار اخیستل کیږي او درې اړخیز عکسونه اخلي.

د دې نندارې پر لاره اچونکی ډجېټل سېټېزن بنسټ وایي، په پام کې لري چې په کابل کې هم د روباټونو یوه لویه ننداره د نوي کال له پیلېدو وروسته وړاندې کړي.

دغه بنسټ اووه کاله وړاندې په هرات ولایت د نجونو په لسو ښوونځیو کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

د هېواد روباټ جوړونکي نجوني د هرات ولایت څخه دي روباټ جوړونکو نجونو په ٢٠١٧م کال کې د امریکا په واشنګټن ډی سي ښار کې د روباټونو په یوه سیالۍ کې د زړورتیا مډال هم ګټلی دی.

په لومړیو کې افغان روباټ جوړونکو نجونو ته د امریکا سفارت ویزه نه ورکوله، خو د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمي د مداخلې وروسته دغو نجونو د امریکا ویزې ترلاسه کړې.

هغه مهال افغان چارواکو ویلي وو چې د روباټ په جوړیو شویو سیالیو کې افغان نجونو نړیوالو ته وښودله چې افغانستان هم د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی دی سره له دې چې په هېواد کې یې جګړه ده، خو بیاهم ژوند کوې ، پرمختګونه کوي او ویاړونه راوړي.

افغان روباټ جوړونکي هغه مهال له هغو دریو ډلو وې چې د روباټ جوړونې په سیالۍ کې یې د زړورتیا مډال یې ګټلی و.

افغان روباټ جوړونکو نجونو په دې سره نړۍ ته د افغانستان مثبت تصویر وړاندې کړ.

افغان روباټ جوړونکي مخکښې نجونې د وړتیا او جرأت او په نړیوالو کې سیالیو د مډال ګټلو له امله د هېواد په کچه ستایل شوي دي.