fbpx

امريکا د نقیب مسيد پر قاتل بنديزونه ولګول

خبريال ډاټ کام-: د امرېکا محتده ايالاتو په هغه پاکستاني پوليس افسر راو انور بنديزونه ولګول چې څه وخت وړاندې یې د وزيرستان ځوان نقيب الله مسيد يې په ډير ظالمانه ډول شهيد کړ.

پرون د سې شنبې په ورځ چې د بشري حقوقو نړيواله ورځ وه د امريکا محتده ايالاتو د خزانې وزارت او د بهرنيانو د شتمنيو د کنټرول برخې، د پاکستان پخوانی پوليس افسر راو انور او د هغه په ګډون د بيلا بيلو هيوادونو پر ۱۸ کسانو بنديزونه ولګول او د هغو کسانو په ليست کې يې شمار کړل، چې په وژنو، او له بشري حقوقو څخه په سر غړونه تورن وو.

د بهرنيانو د شتمنيو د کنټرول برخې يوه اعلاميه(خبرپاڼه) خپره کړي چې ويل شوي د پاکستان د پوليسو پخوانی افسر راو انور د پاکستان په کراچۍ ښار کې په سختو بشري سرغړونو او وژونو کې ښکيل وو.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې راو انور د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسيد په ګډون ۴۰۰ نور بې ګناه کسان وژلي او په ډيری پټو نښتو کې يې هم لاس درلود.

په اعلاميه کې په راو انور تور پوری شوی چې د پوليسو د هغه ډلې مشري يې کوله، چې په ښار کې د هدفې وژنو، بدماشانو، باج اخيستونکو، قاچافبرانو او له هغه خلکو سره يې مرسته کوله چې لوی، لوی جرمونه به يې ترسره کول.

اعلاميه زياتوي چې د پاکستان پخوانی پوليس افسر راو انور به خلکو ته جعلي دسیسې جوړولې او په مستقيم ډول د خلکو په وژنه او د بشري حقوقو څخه په سر غړونه مجرم دی.

د يادونې وړ ده چې څه کم ۲ کاله مخکې د جنوري په مياشت د راو انور له لورې د پاکستان د کراچۍ ښار په ميلر سيمه کې نقيب الله مسيد په ډير بې رحمانه ډول په ډزو وويشت او شهيد يې کړ.

راو انوو انور په هغه وخت کې خبريالانو ته وويل چې نقيب مسيد يې په دې تور وژلی چې له پاکستاني طالبانو سره يې لاس درلود.

خو له تحقيقاتو وروسته د سند ايالتي مخکې د راو انور دغه تور رد کړ، او نقيب الله مسيد يې بې ګنا وبلل.

که څه هم د سند ايالتي محکمې راو انور ونيوه خو بيرته يې په ضمانت خوشي کړ .

د نقيب مسيد مدافع وکيل جبران ناصر وايې چې له ۲ کالو راهسې محکمه په محکمه ګرځې خو هيڅ څوک يې غږ نه اورې.

خو بل پلو بيا د نقيب مسيد قاتل ازاد ګرځې.

دانش