fbpx

په ټنډه نه په منډه ده

خبریال ډاټ کام: لوبې یا ورزش داسې مسلک دی چې پکې خواري او مهنت ډېر او قسمت کم په کاریږي لوبې له ارواه پوهنې، کیمیا، فزیک او ریاضي سره ډېر نږدې تړاو لري او یو څوک دا تړاو هغه وخت ساتلی شي چې ډېر تمرین او تکړښت وکړي.

کله کله بخت هم کار کوي، خو لوبغاړي ټول عمر خپل قسمت ته نه شي تیرولی دوی په قسمت نه شي اتل کیدلی که مو باور نه کیږي نو تاسو سچن ټنډولکر ته وګورۍ، ټنډولکر ته د کرکټ اتل ویل کیږي او دا غلطه هم نه ده، ځکه چی ټنډولکر د کرکټ په تاریخ کی لومړی لوبغاړی دی چې ۱۰۰ سلیزې یې جوړې کړي دي.

د تاریخ لومړی لوبغاړی دی چی ۶۶۴ نړیوالې لوبې یې کړي او ۳۴ زره او ۳ سوه ۵۶ منډې یې کړې دي او اول لوبغاړی دی چی په یو ورځنیو لوبو کې یې په اول ځل۱۰،۰۰۰ منډې جوړې کړي، او تیزترین منډی جوړونکی هم دی تاسی د ده په ځان باور اوګورئ، یو ځل د اسټرالیا توپ اچوونکي بریډ هوګ دې وسوځاوه، دا د هوګ د ژوند غټه لاسته راوړنه وه، د توپ واخسته او سچن خواته ورغی او په ډېرې عاجزی یی ورته وویلې چی محترمه کوی شی چی ماته دا توپ لاسلیک کړې، محترمه دا زما د ژوند لویه لاسته راوړنه ده،ځکه ما د کرکټ د اتل ویکټ واخیسته. سچن توپ واخیسته او په توپ یې ورته ولیکل چې ستا په ژوند کی به دا چانس بیا هیڅ کله را نه شي. تاسې د ده پر ځان اعتماد وګوری چی د دی نه وروسته هوګ او سچن ۲۱ ځلې مخامخ شول، هوګ ډیر کوښښ وکړ خو د سچن ویکټه یې وانخیسته.

پنځه نیم فټه وړوکی استاد، د عمره کم خو د دنیا پیاوړی لوبغاړې!. د ده کامیابۍ شاته څه راز وو، کوم داسې فورمول و چې دی یې دې مقام ته ورسوو. سچن په خپله خوله نړی ته ۲۰۱۳ کی ویلي و چې زه ۱۹۸۹ کې شپاړس کلن کرکټ ته راغلم او ۲۰۱۳ کی د ټیسټ لوبه کولو نه بعد بدل شوم چی ۲۴ کاله جوړیږي، په دغو ۲۴ کالو کې یوه ورځ هم داسې نده راغلې چی زه د سهار ۶ بجو لوبغالي ته نه یم تللی او ۵۰۰ توپونه می نه یی وهلي.

ما په خپل ژوند کې هنداره، موبایل او د خپلوانو مخ وروسته لیدلي او ۵۰۰ توپونه مې مخکې وهلي. پوښتونکي ترې وپوښتل ایا تا هیڅکله هم رخصت ندی اخیستی؟ نوموړي ورته وویل چی نه ما یوه رخصتي هم نده کړې. ویې پوښتل چی د نوی کال رخصتی، ملی ورځ او دیوالي په ورځ هم نه؟ . ده وویل چی زه د واده په ورځ او د نکاح په سحر هم ۶ بجو لوبغالی کی وم. ما د لوبو نه پرته په تمریناتو کې ۴.۴ میلیونه توپونه وهلي او دا هغه ۴.۴ ملیونه توپونه دي چې له امله یې ماته نن د کرکټ اتل ویل کیږي. وپوښتل شو چې ایا تاسو له سلیزی یا دوه سلیزو وروسته په بله ورځ هم تمرینات کړي؟ سچن وویلې چی موږ ۲۰۱۱ کال کې نړیوال جام ګټلی و نو بیا هم په دې سهار زه په میدان کی وم او ۵۰۰ توپونو وهلو نه پس ما موبایل چالان کړ او د منموهن سنګ د مبارکۍ ټیلیفون مې ترلاسه کړ.

تاسو وګورئ چې دا د سچن د حد نه زیات ډسپلین وو چې پنځه نیم فټه کس یی د دنیا بهترین توپوهونکی جوړ کړ چی ریکارډ یی تر اوسه نه چا مات کړ او نه به یی مات کړي. دا یوازې بخت او تالې، د مور یا د خلکو دعا نه وه دا د مهنت، ‌ډسپلین او شوق هم وو چې دی یې د شهرت او عزت پوړونو ته ورساوه .هسې خو ډېر لوبغاړي ځي او راځي، خو څوک د سچن په شان د تاریخ په میدان کی نه دی درېدیلی. دې ته وایې لوبه او دې ته وایي کرکټ. او موږه؟ مونږ خپله بریا په باران، دعا، یا په پچې ګټلو پورې تړلې وي.

موږه تر اوسه کرکټ ته د کرکټ په سترګه نه دي کتلي او نه مو سچن په شان په لوبغاړو پریکټس کړی. موږ د کدرونو لرلو سره سره لوبی نه شو ګټلی د جام جهاني شمولیت خو به مو یاد وي چې نورو ټیمونو بایللو لپاره مو مصلې خورې کړې وې. نوره دنیا کرکټ د کرکټ په شان کوي، خو مونږ کرکټ په دعاو ګټو چې لوبډله په بایللو راشي کرکټ بورډ ورته د ملت په پیسو باندی غوایان حلال کړي، کارمندان او مسوولین یې روزمره کارونه پریږدی په ختمونو شروع وکړي.

دنیا د نړیوال جام لپاره لوبډله یو کال مخکی جوړه او انتخاب کړي، خو زموږ لوبډله بیا له نړیوال جام تر دوه میاشتو مخکی لا نه وه معلومه او بل ظلم دا وو چې له نړیوال جام مو ۲۰ ورځې مخکې لوبډلمشر هم بدل کړ. د شهزاد محمدي خېټه مو د نړیوال جام لوبو پر کمرو ولیده او تاسو پوهېږئ چې یوې غلطې فیصلې له وجهې مو کرکټ کلونه شاته ولاړه او نور ډیر مشکلات رامنځته شول.

کاشکې څوک زموږ ولسمشر ته ووایي چې کرکټ بورډ ته ځانګړې توجه وکړي. د رءیسانو په ټاکلو کی ډېر زیار وباسي او دقیق اوسي مشران یې وړ او په ادارا او کرکټ پوه خلک وټاکي، نه دا چې د جوړ جاړۍ له لارې غیر مسلکي کسان معرفی کړي چی نه د ادارې تجربه لري او نه هم په کرکټ پوهیږي.کرکټ بورډ د وزارتونو او نورو ادارو سره توپیر لري. څومره چې کرکټ په لوبغالي کې دی، له هغه زیات د لوبغالی نه بهر هم دی چې هغه یې د ملاتړ کوونکو او پیسو راوړلو د ګټې برخه هم ده.

د افغانستان کرکټ کې دا وړتیا شته چې په ځان هم بسیا شي او نورو ادارو سره هم د اړتیا پر مهال مرسته وکړي، خو په دې شرط چې مسلکي خلک ورته انتخاب شي. د اوسنۍ ادارې کارمندان ۹۵ په سلو کې په واسطو او په پیشنهادونو انتخابیږی چی اکثره یی اړین ظرفیت نه لري. د ادارې په مشرتابه کی زر زر بدلون هم مشکل رامنځته کوي. په اساسنامه کی مشکل دی اکثر اجراییوي و عمومي رءیسان په خپلو منځونو کې په ټکر کې وي چی اثر یې په اداره باندې ډیر ناوړه وي او په پای کې بیا دې ټکي ته اشاره کوم چې که چېرې د دغې ادارې په مشرتابه کې بدلون رانغی نو لېرې نه ده چې د شل اوریزو لوبو په راتلونکي نړیوال جام کې به هم د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام پر برخلیک اخته یو او یوه لوبه به مو هم په بریا پای ته ونه رسیږي، ځکه کرکټ یوه غوره مشرتابه ته اړتیا لري او دا اداره یوازې په غوره مدیریت سره لاسته راوړنې لرلی شي.