fbpx

جاپان ژمنه وکړه چې د ناکامورا پاتې پروژې بشپړه وي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون په پلازمېنه کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدلي دي په دې ناسته کې د جاپان دغه سفیر په ډاډ سره ویلي دي چې هېواد یې په افغانستان کې ټولې نیمګړې پروژې بشپړه وي.

د جاپان هېواد له سفیر میټسوجي سوزوکا سره حمدالله محب په دې کتنه کې وویل، ډاکټر ناکامورا خپل زیات عمر د افغانستان خلکو لپاره په خدمت کې تېر کړ، چې د هغه نشتون د هېواد او افغانانو لپاره لویه ضایع بللی شو او په مرګ یې ټولو افغانانو خواشیني وښودله.

په دې ناسته کې د جاپان هېواد سفیر هم د افغانستان د خلکو او افغان حکومت د خواخوږۍ قدردانی کړی دی او په ډاډ سره یې ویلي دي چې د جاپان هېواد د ناکامورا د نیمګړو پروژو تکمیلولو ته په بشپړه توګه تیار دی څو یې په راتلونکې کې تکمیلي کړي.

حمدالله محب هم په دې ناسته کې د جاپان سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به ډیر ژر د ګڼو عملیاتو په نتیجه کې د ډاکټر ناکامورا قاتلین تر پیژندلو وروسته ونیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.

محب دا هم څرګنده کړه چې افغان ځواکونه په هېواد کې د ټولو بهرنیو وګړو او ډیپلوماتانو د امنیت تامین او خوندیتوب مسوولیت لري او هغوی به په پوره توګه هڅه وکړي چې دې چارې ته پاملرنه وکړي.

جاپانی الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا یوازې یوه اونۍ وړاندې تېره چهار شنبه همدا وخت د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ناپیژانده وسله والو له لورې له پنځو نورو افغانانو سره یو ځای ووژل شو.

خو څلور ورځې وړاندې د ډسمبر په اوومه نېټه د جاپان هېواد اوسېدونکي او د ناکامورا د کورنیو غړي او ملګري یې د هغه جسد د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راغلي وو چې هغه مهال افغان ولسمشر محمد اشرف هم تر هوایي ډګره پورې د هغه د جسد ملتیا وکړه.

هغه مهال افغان ولسمشر ډاکټر ناکامورا د افغانستان اتل یاد کړ هغه وویل، د ناکامورا له برکته په سلګونه افغانان بیا په پښو ودریدل،ډیرې سیمې ښېرازې شوې، د کونړ د سیند اوبه یې څه ناڅه مهار کړې او افغانانو ته یې د لوی نعمت په شکل پرېښودې.

د یادولو ده د ډاکټر ناکامورا مړیني د افغانستان د خلکو سربیره د نورو هېوادونو وګړي هم خواشیني کړي دي، دوی له افغان حکومته غوښتي چې د نوموړي قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.