fbpx

دا ځل د نړۍ د ښکلا ملکه افریقایۍ تور پوستې شوه

خبريال ډاټ کام: دا ځل د امريکا په جارجيا ښار کې د ښکلا د ملکې (مس يونيورنس) په ۶۸ پړاو سياليو کې د ښکلا د ملکې تاج د سويلې افريقايې زوزوبينې تونزي په سر کيښودل شو.

د ۲۰۱۹ کال د ښکلا ۲۶ کلنه ملکه، زوزو بينې تونزي په افريقا کې د ښځو د تاوتريخوالي او د هغو په وړاندي غږ پورته کړی وو او په سويلې افريقا کې د بشري حقونو له ملاتړو څخه شميرل کيږي.

زوزوبينې تونزي د( مس يونيورنس) يا د نړۍ د ښکلا د مراسيمو په ترڅ کې د دې سياليو منصفه هيات ته وويل. چې زه په داسې ځای کې پيدا شوي او را لويه شوم په کوم ځای کې چې زما په څير ښځو ته په سمه سترګه نه ګورې هغه ښځه چې زما په څير ويښتان لري، زما په څير مخ او او څيره لري خلک يې ښکلي نه بولې.
افريقايې وګړي ورته د يوې بدرنګې ښځې په سترګو ګوري.

اغلي زوزو بيني تونزي دا هم وويل، چې اوس د دې وخت رارسيدلی دی چې په افريقا او نوره نړۍ کې د جنسي تبعض په وړاندي مبارزه غښتلي او دې پديده ته د پای ټکی کيښودل شې.

د ۲۰۱۹ کال د ښکلا ملکې زوزوبينې تونزي هيله څرګنده کړه ټول چې په دغه مبارزه(جنسي تبعض) کې دې له دې سره مرسته وکړي او د هغو خلکو په وړاندي له دې سره يوازې مبارزه بدرګه کړي.

د نړۍ د ښکلا د ملکې زوزوبينې تونزي تر څنګ د مکسیکو هيواد صوفيه ايرګوان او د پور توريکو هيواد اغلې ميډيسن اينډريسن په لومړي او دويم مقام د نړۍ تر ټولو د ښکلو ښځو په توګه معرفي شوې.

د دې سيالۍ کوربه توب د مشهور کميډن سټوروهاروي کوله چې د انتلانتا ښار په پيري لوبغالي کې تر سره شوه.

دا سيالۍ ددې لپاره ډير جالبه بلل شوي چې د لومړي ځل لپار د ميانمارک هيواد همجنس باز سوی زن هيټ هم برخه پکې اخيستې وه.

زوزو بينې تونزي دريمه د سويلې افريقا ميرمن ده چې د ښکلا ملکې تاج ور په سر کيږي تر اغلي زوزو بينې تونزي وروسته دوه نورې د سويلې افريقا ميرمنې هم دې مقام ته رسيدلې وي او د نړۍ تر ټولو په ښکلو ښځو کې شمار شوي وې.

زوزو بينې تونزي چې د جنسي تبعص او د بشري حقوقو فعاله ده، په ټولنيزو رسنيو کې يې يوه ډله هم جوړه کړي.

اغلې زوزو بينې ته چې کوم تاج په سر کيښودل شوی د جنوبي افريقا ۷۳ رينډه کيږي چې د امريکايې ډالرو له ۵۰۰۰۰ زره سره معادل دي.

د يادونې وړ ده چې په نړۍ کې لومړۍ د ښکلا ملکه (پاور اف يونيټي) وه.