fbpx

افغان کرکټ بيا د مافیا لاس ته ولويد ، اصغر کپتان اعلان شو

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي څو شېبې وړاندې د یو خبري کنفرانس له لارې د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان یوځل بیا بیرته د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکه.

نن د افغانستان کرکټ بورډ مشر او نورو مهمو مسوولینو د یوې ناڅاپي ناستې پر مهال د لوبډلې پخوانی کپټان او د کرکټ د مافیا ډلې مشر اصغر افغان د اوسني لوبډلمشر راشد خان پر ځای یو ځل بیا د ملي لوبډلې کپتان وټاکه او په دې سره یې د افغانستان کرکټ بیرته د مافیا ډلې په لاس کې وغورځوه.

راشد خان د تیر نړیوال جام را وروسته د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی وو، چې یوازې یې د بنګله دېش زمبابوې سره په درې اړخیزه سیریز، دغه راز د بنګله دېش سره په ټېسټ او له هغې وروسته د ویسټ انډیز خلاف هم په دریو سیریزونو کې د افغانستان مشري وکړه د هغه په لوبډلمشري کې افغانستان په لومړي ځل په یو ورځنیو سیالیو کې وایټ واش هم شوه.

خو له یاد سفر را وروسته نن یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د یو خبري کنفرانس له لارې اصغر افغان د لوبډلې مشر اعلان کړ او یوځل بیا یې مافیا ډلې ته سر ټیټ کړ چې په دې سره یې د راشد خان اصغر افغان او محمد نبي غوښتنه یې ومنله .

اصغر افغان نږدې څلور کاله د ملي لوبډلې مشر پاتې شوی وو، خو د نړیوال جام وړاندې د افعانستان کرکټ بورډ هغه له لوبډلمشرۍ کېنوه او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکه، خو د مافیا ډلې له پرله پسې هڅو وروسته نایب بیرته له لنډ مهالې لوبډلمشرۍ لېرې شو او پر ځای راشد خان وټاکل شو.

په اصغر افغان تور وو چې د خپلې لوبډلمشرۍ پر وخت یې په ملي لوبډله کې خپلو ورونو، وریرونو او ملګرو ته ځای ورکړی وو، چې په دې سره یې د ډیرو ځوانانو مخه نیولې وه، خو نن یو ځل بیا هغه په دې وتوانیده چې لوبډلمشري بیرته تر لاسه کړي.

زمونږ د معلوماتو له مخې اصغر افعان نن د لوبډلمشر په توګه د راشد خان او د بورډ نورو چارواکو سره د یو جوړ جاړي له مخې اعلان شوي دي.

زمونږ سرچینه وایي، کپتان راشد خان غوښتل چې خپله لوبډلمشري د مافیا ډلې د غړي محمد نبي په خوښه اصغر افغان ته وسپاري، څو بهرنیو لیګونو ته وزګار شي او په ارامه توګه تجارتي لیګونه وکړي.

د سرچینو پر وینا کله چې راشد خان د عربو لس اوریزه لیګ څخه د افغانستان ټېسټ لوبې لپاره په هند کې پاتې شو، نو نوموړي دا پریکړه وکړه چې د لوبډلمشري دا لوی مسوولیت به بیرته اصغر افغان ته وسپاري.

د یادولو ده راشد خان د کرکټ بورډ له یو شمېر چارواکو سربیره د محمد نبي او اصغر افغان سره هم په پرله پسې توګه ناستې کړي دي او ورته یې ویلي دي چې نوموړی نور د لیګونو نه شي ایساریدلی.