fbpx

ګلبدین نایب: د اصغر په لوبډلمشرۍ کې لوبه نه کوم

خبریال ډاټ کام: نن د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د یو خبري کنفرانس له لارې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان پر ځای بېرته پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان وټاکه، خو په ټاکنه یې د ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب سخت غبرګون وښود او د کرکټ د پرېښېدو ټکان ورکوونکی خبر یې ورکړ.

نایب د اصغر افغان له ټاکل کېدلو وروسته سمدستي په خپلې فسبوک پاڼې باندې لیکلي وو چې نن مازدیګر پنځه بجې به د نړیوال جام د ماتو پټ رازونه بیان کړي او هم به خپل دریځ روښانه کړي چې نوموړي له ژمنې سره سم ډیرې ناویلې خبرې له هېوادوالو سره شریکې کړې.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، تر څو پورې چې اصغر افغان د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي تر هغې پورې به هغه په ملي لوبډله کې ونه لوبېږي، خو یوازې به په کور دننه کورنۍ سیالیو کې برخه واخلي.

ګلبدین نایب په ژوندۍ بڼه د خپلو خبرو په دوام په لوبډله کې د نه لوبېدو علتونه هم بیان کړل، هغه وویل اصغر افغان چې په نړیوال جام کې له افغانستان سره څومره جفا وکړه په هیڅ صورت کې نه جبرانیدونکې ده او نوموړی باید محکمه شوی وی نه کپتان شوی وی.

نایب زیاتوي، اصغر افغان په نړیوال جام کې د افغانستان نوم، عزت سره چې کومې لوبې وکړې، زما ضمیر، وجدان دا نه مني چې په یوه لوبډله کې ورسره ولوبېږم.

هغه وړاندې وایي، اصغر افغان نږدې درې کاله د خپل ورور کریم جنت لپاره زما کریکټ تباه کړ او دغه راز یې د بل افغان لوبغاړي سمیع الله شینواري کریکټ هم تباه کړی دی.

ګلبدین نایب په تېر نړیوال جام کې د هغه دردونو او ژړا ګانو کیسه هم وکړه چې نوموړي په یوازې ځان د څو نورو ریښتیني افغان لوبغاړو په شتون کې د افغانستان لپاره لوبه کوله.

هغه وړاندې وایي، د تېر نړیوال جام په دوام په هوټل کې د هر یوه لوبغاړي جلا جلا کوټو ته ورغلی دی، څو زما لپاره نه بلکې د افغانستان لپاره لوبه وکړي، خو یوه لوبغاړي هم مثبت ځواب رانکړ او ځواب یې راته دا وو چې هرڅه دې په خپله کړي او خپله یې کوه.

نوموړي داهم وویل چې حشمت شهیدي ځکه د ویسټ انډیز خلاف له سیالیو لېرې شو چې هغه په نړیوال جام کې د هېواد لپاره لوبه کوله نه ده، اصغر او نبي ډلې لپاره.

نایب وایي، د افغانستان کرکټ بورډ او په لوبډله کې یوه قوي او ځواکمنه مافیا ډله هم شتون لري چې د هغې مشري په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل مخ ته وړي ورسره اصغر افغان، محمد نبي، راشد خان او د نورو ځوانو لوبغاړو ملاتړ هم شته دی.

نوموړي د عاطف مشعل په اړه هم وویل چې هغه د کرکټ اصلي تباه کوونکې څیره ده، دغه راز نایب مشعل ته ګواښ وکړ چې د نوموړي ورسره ډیری ثبوتونه هم شته دي چې په وخت سره به یې د رسنیو سره شریک کړي.

ګلبدین نایب په وروستیو کې بیاځلي هم وویل چې دی د افغانستان د کرکټ بورډ هره پریکړه مني، خو اصغر چې د افغانستان کرکټ سره کوم خیانت وکړ او ظلم وکړ دی او په هېواد مئین کریکټران یې نه مني.

د یادولو ده ګلبدین نایب د افغانستان هغه لنډ مهاله لوبډلمشر وو چې په نړیوال جام کې ورسره د اصغر افغان په مشرۍ محمد نبي ، راشد خان او ځینو نورو مشهوره لوبغاړو لوبه نه کوله او په یوازې ځان یې د افغانستان عزت ژغوره.