fbpx

کرزی: امریکا افغانستان کې د فساد په زیاتوالي کې رول لري

خبریال ډاټ کام: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، امریکا د افغانستان د فساد په زیاتوالي کې رول لري.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پرون(سه شنبه لېندۍ ١٩مه) اسوشېیټېډ پرېس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، امریکا پرته له حساب ورکونې له افغانستان سره په میلیونونو ډالره مرسته کړې او په همدې ډول یې په افغانستان کې له فساد سره مرسته کړې ده.

کرزي په خپلو خبرو د پوځي عملیاتو دوام ته په اشاره کې ویلي، څنګه کېدلی شي، چې اوربند رامنځته شي په داسې حال کې چې هره میاشت په سلګونه بمونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري غورځول کیږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبرې د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د لګښت په غبرګونه کې کړي دي.

وړاندې نیویارک ټایمز په خپرو کړو راپورونو کې ویلي و، په افغانستان کې د امریکا د جګړې لګښت له دوو ترېلیون ډالرو زیات دی.

د امریکا د دغو دوو ټرېلیون ډالرو لګښتونو څخه ١,٥ ټرېلیون د افغانستان په جنګ، ٨٧ میلیارد ډالر د سرتېرو په روزنه، ٢٤ میلیارد ډالر د افغانستان د اقتصادي پراختیا، ١٠ میلیارده ډالر د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او ٥٠٠ میلیارده ډالر د افغانستان د قرضونو اړوند په بر کې نیسي.

د نیو یارک ټایمز په راپور کې وړاندې راځي، چې د امریکا حکومت او چارواکي پر دې پوهېدل چې د افغانستان په جګړه کې یې ماته خوړلې او افغانان یې پر خپلو هیله بخښوونکو خبرو تېرو ویستلي دي.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې فساد سره د مبارزې پر نړیواله ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال محمد سرور دانش ویلي، حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

دانش ویلي، حکومت په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او ښه اقدامات یې کړي، خو د فساد پر وړاندې په مبارزه کې تر ټاکلي برید نه دي رسیدلي.

بل پلو افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هم د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت هڅې ستایلي او په فساد کې د ښکېلو کسانو د دوسیو د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.

په دې وروستیو کې فساد پر وړاندې په مبارزه کې د افغان حکومت هڅې او کارونه په نړیواله سطحه ستایل شوي او نړیوال په دې برخه کې د افغان حکومت سره د مالي مرستو ډاډ ورکوي.