fbpx

افغان پارلمان کې نن سخته شخړه وشوه

خبریال ډاټ کام: ولسي جرګي د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د تېر کال په مالي بودیجه کې د میلیاردونو افغانیو د بې ځایه لګونې د تورنېدو له امله نن(چهارشنبه لېندۍ ٢٠مه) د ولسي جرګې استجوابیه ناستې ته بلل شوی و.

د مالیې وزارت سرپرست استجوابیه ناسته پر ځای پاتې شوه، او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ماشومانو د ملاتړ قانون له تصویب سره د مخالفت له امله پر لفظي شخړه بوخت شول.

له ماشومانو د ملاتړ قانون له ډېرو ستونزو او کشالو وروسته څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې له لوري تصویب شو.

 له ماشومانو د ملاتړ قانون کې له ١٨ کالنې کم عمره ماشومانو کې وشمېرل شول، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړو د مخالفت له امله د وکیلانو ترمنځ نن په دې اړه لفظي شخړه رامنځته شوه.

د دغې موضوع پر سر شخړه دومره سخته شوه چې امنیتي ځواکونه دولسي جرګې تالار ته دننه شول.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د نن ورځې استجوابیې ناستې بې پایلې پای ته رسېدل د پوښتنې وړ بولي. په داسې حال کې چې د روان مالي کال پای ته رسېدو ته لس ورځې وخت پاتې دی.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي پر دغه وزارت د لګول شویو تورونو له امله څو ورځې وړاندې هم د ولسي جرګې له لوري استجواب شوی، و خو قیومي د ولسي جرګې له استجوابیه ناستې په شاه شوی و.

له نږدې یوې میاشت را هیسي د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د ولسي جرګې استجوابیه ناستې ته بلل کیږي، خو کله د نه چمتووالي، یا هم له هېواد د بهر سفرونو په پلمو له استجوابیه ناستې ځان خلاصوي، خو نن(چهارشنبه لېندۍ ٢٠مه) د ولسي جرګې د یو شمېر غړو تر منځ د لفظي شخړې له امله د قیومي استجوابیه ناسته یو ځل بیا پاتې شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په پارلمان کې شخړه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په لسګونه ځله د وکیلانو ترمنځ د جنجالي بحثونو کولو له امله او د مهمو ملي موضوعاتو په څېړلو کې د نظر اختلافاتو له امله بحث په شخړو باندې بدلیږي.

خلک هم ناهیلي دي چې د ولس استازو ورځني مهم ملي مسایل پريښې دي او له یوه بل سره په شخړو بوخت دي دوی له یادو وکیلانو غوښتي دي چې د بحثونو ترڅنګ دې د ولس کارونه هم په چټکۍ سره مخ ته بوځي.