fbpx

 په کال کې د برېښنا ٥٥٠ میلیون افغانۍ د طالبانو جېب ته ځي

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، طالبان په کال کې د ٣٢ ولسوالیو د برېښنا ٥٥٠ میلیونه افغانۍ اخلي.

دغه شرکت وایي، طالب وسلوال د پنځو نا امنو ولایتونو شاوخوا ٣٢ ولسوالیو د برېښنا پیسي اخلي چې د خپلې جګړې زیات لګښت له دې لارې پوره کوي.

د افغانستان د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب وایي، دغه شرکت په یادو ولسوالیو د مېټرونو پر لګونې نه دي توانېدلي.

د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکوي، زورواکي او دولتي بنسټونه چې له دې ادارې پوره وړي دي که د کال تر پایه خپل پورونه پرې نه کړي دغه شرکت به په راتلونکي کې له مالي پلوه له جدي ستونزو سره مخ شي.

ښاغلی غالب دا رانګه زیاته کړې”دغه پورونه باید حکومت وانخلي، که حکومت پورونه واخلي د برېښنا شرکت کارونه به ټکني شي او له مالي ستونزو سره به مخ شي او که خپل پورونه اداء نه کړي د کال تر وروستیو او تر ٢٠٢٠ کال پورې به دغه شرکت مالي ستونزې زیاتې شي.“

د برېښنا شرکت وایي، په ژمي کې کې ١٠١٥ مېګاواټه برېښنا تولیدیږي په داسې حال کې چې ١٤٣٠ مېګاواټه برېښنا تولید ته اړتیا ده، چې په دې ډول په ژمي کې لا هم ٤١٥ مېګاواټه برېښنا  کمښت تر سترګو کیږي.

د برېښنا شرکت له دغه شرکته پوروړو زورواکو او دولتي چارواکو ته خبر ورکوي که خپل پورونه پرې نه کړي نو عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې ور وپېژني، او که برېښنا شرکت پر خپل وخت د برېښنا صادرونکو هېوادونو ته پیسې ور نه کړي، نو هېوادونه به پر افغانستان د برېښنا جریان پرې کړي.

اوس مهال افغانستان ٨٠ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو را اخلي او په دوبي او ژمي موسمونو کې د برېښنا له کمښت سره مخ وي.

د وسله وال طالبانو جیبونو ته د میلیونونو افغانۍ د لیږد ترڅنګ یاده ډله په اوړي او ژمي موسم کې له تاجکستانه او نورو ګاونډیو هېوادونه څځه راغلې د برېښنا لینونه هم وخت ناوخت پرې کوي او په بدل کې پیسې غواړي.

څه موده وړاندې هم د بغلان ولایت په یو شمېر سیمو کې له تاجکستانه د راغلې برېښنا پایې او لینونه د دې ډلې له لورې په بمونو الوځول شوي و چې له امله یې د هېواد په لسو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.

خلک له وسله والو طالبانو او نورو مخالفو ډلو غواړي چې د جګړو پر مهال دې د برېښنا پایو او لینونو ته پام وکړي څو ولسي وګړي له یاد نعمت محرومه پاتې نه شي.