fbpx

کمېسیون : ډير ژر به لومړنۍ پايلې اعلان کړو

خبريال ډاټ کام: تيره ورځ د ټاکنو خپلواک کميسون يوه وياند ذبيح الله سادات رسنيو ته وويل، چې له هغو.۷ ولايتونو پرته چې د رايو بيا شميرنه پکې نه ده پيل شوي، د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانوي.

ښاغلي سادات زياته کړه چې د شميرل شوو رايو ټولې تخنيکې او حقوقي چارې پای ته رسيدلې د دې رايو په اړه راپور د ټاکنو خپلواک کميسون کميشنرانو ته ليږدول شوی، د هغو له پريکړو وروسته به ډير ژر پايلې اعلان کړي.

خو د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه کميشنر رسنيو ته وويل چې د ۲۴۰۰۰ محلونو رايې به ډير ژر اعلان شې.

د ټاکنو د قانون له مخې د هغو محلونو د رايو پايلي چې د ټاکنو خپلواک کميسون ته ورسيږي دغه کميسون کولای شې چې په د شکايتونو له څيړلو پرته په قسمي(جزوې) ډول پايلې اعلان کړي.

ددې پايلو له جمع بندي وروسته بيا د محال ويش له مخې دولسمشرۍ لومړنۍ پايلې اعلانوي.

خو د ټاکنو د خپلواک کميسون او ټاکن ډلو تر منځ په هغو ۳۰۰ زرو رايو ناندرۍ لا روانې دي.

ټاکن ډلو په کميسیون تور پوري کړی چې هغه ۳۰۰ زره باطلې رايې يې په سيستم کې داخلې کړي دي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې د ټاکنو د خپلواک کميسون د دې اعلان په وړاندي غبرګون ښودلی او ويلې يې دي چې دوی ته د کمیسون له خوا د لومړنيو پايلو اعلان د منلو وړ نه دی، او که د ټاکنو کميسون لومړنۍ پايلې اعلان کړي دوی به يې په وړاندې ودريږي او لاريونونه به وکړي.

بل پلو بيا د بيا د ولسمشريزو نوماندانو شورا غړو تيره ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې د ټاکنو کميسون د يوې ډلې په ګټه کار کوي او که پايلې اعلان کړي دوی به يې په هيڅ صورت ونه مني.

د ولسمشريزو نوماندانو شورا غړو د ملې مشارکت حکومت په جوړولو ټينګار وکړ.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي څو ورځې وړاندې په یوه ټویټ کې ویلي وو چې د ملي مشارکت طرحه هیچا ته د منلو وړ نه ده او دا چاره په په هیڅ وخت کې پلی نه شي.

نوموړي ویلي وو، د نوماندانو شورا باید لږ تر لږه د افغانانو رایو ته درناوی وکړي چې په څه ډول اساسو شرایطو کې خپله رایه وکاروله، نه داچې د موقت حکومت او ملي مشارکت غوښتنه په تکرار سره وکړئ.

د يادونې وړ ده چې اوس پوښتنه دا ده چې ايا رښيا هم د ټاکنو کميسون پايلې ډير ژر اعلان کړې؟

هيره دې نه وې چې څو ځلې مخکې هم د ټاکنو کميسون دا ډول د پايلو د اعلانيدو اعلانونه کړي دي.

دانش