fbpx

فرهان ولې د کپتان په تړاو اخیره لحظه پرېکړه بدله کړه ؟

خبریال ډاټ کام: خبریال ادارې د کرکټ بورډ د چیرمین فرهان یوسفزي داسي‌ شواهد تر لاسه کړي دي چې د دریو فارمټونو د کپتانانو د مقررۍ پرېکړه یې کړې، خو وروسته یې دا پرېکړه په ناببره توګه بدله او د دریو واړو فارمټونو لپاره یې یو کپتان غوره کړ.

په هغه سند کې چې خبریال ویبپاڼې ته په لاس ورغلي د کرکټ ‌بورډ چیرمېن فرهان یوسفزی وايي چې د دریو فارمټونو لپاره یې هرڅه ته تیاري ‌نیولې او د افغانستان د کرکټ د دریو واړو ټیمونو لپاره به درې بیلا بیل کپتانان اعلان کړي.

د فرهان یوسفزي‌ دا سند چې « د ضرورت پر وخت به یې خپورکړو» ځیني ‌نوري‌ خبري هم افشا کوي چې دم ګړی یې خپراوی ښايي د کرکټ بورډ په زیان وي .

د کرکټ بورډ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌ خبریال ویب پاڼې ته وویل، چې فرهان یوسفزي له عاطف مشعل سره تر خبرو وروسته خپله پرېکړه بدله کړه او د دریو واړو فارمټونو لپاره یې یو کپتان اصغر افغان وټاکه .

پر کپتان اصغر تور دی چې د عاطف مشعل او شفیق ستانکزي په خوښه لوبه کوي او نوموړی په دې هم تورن دی چې په نړۍ وال جام کې لوبې په لوی لاس ځکه بایللې وې چې کپتاني ‌د ده په برخه نه وه .

اصغر په خپلوي پاللو او هم دا راز د خپل ورور کریم جنت په وړاندي ‌کولو مشهور دی .

که څه هم د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي بیا بیا دا ویلي‌وو چې د کرکټ بورډ مافیا به ختموي‌ او یوه تانده او نوې لوبډله به جوړوي‌،خو د ډېرو په اند وروستۍ پرېکړي یې وښوده چې نوموړي هم د افغان کرکټ مافیا ته سرټیټ کړ او خپله پرېکړه یې ونه شوای کړی .

د کرکټ پوهان وايي، که چېرته فرهان یوسفزي درې فارمټونو ته درې بیلا بیل کپتانان ټاکلي‌وای ،نو له یوې خوا به یې د پلیر پارو تقسیم کړی وای او له بله لوري‌به هر کپتان په خپله برخه کې تر بل کپتان د ښې لوبي هڅه کولای او ښايي د کرکټ هغه مافیا کمزورې شوې وای چې نن یې ښاغلي ‌فرهان په وړاندي خپله پرېکړه بدله کړه .