fbpx

د افغانستان کرکټ چا وران کړ؟

خبریال ویب پاڼه: د افغانستان کرکټ چې په لویه کې د افغانانو د خوښيو او خوشحالۍ سبب بلل کېده ، اوس یې داسې ‌بڼه غوره کړې ده چې تر بلې هرې ‌ادارې فساد ، درغلۍ او سیاست ورکې زیات دی .

دا سیاسي عملیات افغان کرکټ بورد ته الهامي نه دي ‌راغلي ‌بلکه ددې هر څه تر شا په مسلسل ډول ځیني‌ کړۍ کار کوي‌.

دغه کړۍ هغه وخت په افغان کرکټ بورډ‌ منګولې خښي کړې چې په پاکستان کې د افغانستان اوسنی سفیر عاطف مشعل یې چرمین او شفیق ستانکزی یې اجرایوي ریس وټاکل شول .

تر دوی وړاندي‌ دې ادارې ته ټاکل شویو یوه چرمین او اجرایوي ریس نه خو افغان کرکټ بورډ سیاسي کړی او نه یې هم په لویه کې بیا بیا خپل پخواني منسب ته د ورتګ لپاره هڅه کړې ده ، خو دغه دواړه کسان چې پر دواړو باندي‌د بډو اخیستلو او درغلیو دوسیې هم جوړي ‌دي ‌هڅه کوي ‌چې د کرکټ بورډ مشري ‌په لاس کې واخلي‌.

شفیق ستانکزی او عاطف مشعل د افغان لیګ په تړاو په پراخ فساد تورن دي‌چې قضیه یې څارنوالي‌ته هم استول شوې ده .

دې دواړو کسانو په افغان لوبډله کې درې کلېدي ‌لوبغاړي ‌بلک میل کړي‌دي چې ددوی له خولې وانه وړي‌د هغو لوبغاړو له جملې نه اصغر افغان ، راشد ارمان او نبي ‌عیسی خیل دي .

دا درې واړه لوبغاړي‌ همېشه هرې لوبي‌نه وړاندي پټ او ښکاره له شفیق ستانکزي ‌او عاطف مشعل سره ګوري‌او آن تر دې چې د نړۍ وال جام په دوران کې په پرله پسې ډول د هري ‌لوبي ‌وړاندي‌ او وروسته دغو دواړو کسانو سره خبري کولې .

پر عاطف مشعل تور دی چې پاکستاني‌استخباراتو ته بلک میل دی او په افغان کرکټ ‌بورډ‌کې د هغوی په غوښتنه پرېکړي کوي .
همداراز عاطف مشعل هڅه کوي چې پر بورډ خپل کنټرول وساتي ، او د پخواني اجرایوي ریس اسدالله خان (اوس د تاجکستاند بورډ‌جنرل سکرټري دی) تر لیري کېدو وروسته عاطف مشعل په خپله خوښه یو اجرایوي ریس لطف الله ستانکزی وټاکه چې په پرله پسې ډول د کرکټ بورډ د هر اقدام معلومات مخامخ شفیق ستانکزي‌او هم دا ډول عاطف مشعل ته ورکوي .
نوموړی ددغو دوو کسانو په امر او غوښتنه په بورډ کې تغیرات راولي‌.

اجرایوي ریس لطف الله ستانکزی د چرمین فرهان یوسفزي له ځانګړي‌ سکرتر ښاغلي‌ بارکزي سره هم سخت مخالفت لري ، اوس د کرکټ ‌بورډ ‌چرمین غواړي ‌چې ښاغلی بارکزی خپل مرستیال کړي‌.

چرمین فرهان یوسفزي دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې په هند کې د ویسټ انډیز د سیریز پر مهال د ښاغلي ‌بارکزي او لطف الله ستانکزي تر منځ شخړه وشوه .

د افغانستان د کرکټ بورډ د بربادۍ لوی عاملین شفیق ستانکزی او عاطف مشعل دی.

د فرهان یوسفزي تر مشرۍ وړاندی پخواني‌چرمین او اوس د سولي د وزارت معین ښاغلي فضلي ‌هڅه وکړه چې د مافیا دا کړۍ له منځه یوسي‌، خو ونه توانېدو او د ما فیا يي کړۍ له لوري‌ له چرمېني ‌نه لیري‌ کړل شو.

عزیزالله فضلي‌ بیلا بیلو ځایونو کې ویلي‌چې د عاطف مشعل ، شفیق ستانکزي ، اصغر ، نبي او راشد له لوري‌بیا بیا اخطارونه ورکول شوي ‌چې یا دې د دوی د بانډ برخه شي‌او یا به له کرکټ بورډ چرمېني‌ نه پر شا کېږي . هغه وايي چې د مافیا خلاف ودرېدو ،خو د هغه مافیايي بانډ برخه نشو.

هم داراز د افغانستان د کرکټ ټیم پخوانی کپتان ګلبدین نایب وايي ‌چې هغه ته هم هم دغو یادو کسانو بیا بیا ویلي‌چې یا به د دوی د مافیايي ‌بانډ برخه کېږي‌او یا به یې د کرکټ لوبي نه پر شا کېږي .
نن داسي ښکاري چې ګلبدین نایب د کرکټ له لوبي‌ پر شا شو او د مافیا يي بانډ برخه نه شو .

داسي ښکاري چې دافغانستان د کرکټ بورډ ورانونکې ډله هم دا عاطف مشعل تر مشري او د شفیق ستانکزي ‌تر نظارت لاندي د دریو عمده لوبغاړو نبي عیسا خیل چې د لیګونو په اتل مشهور دی او هر کله په لیګونو کې ښه او د افغانستان لپاره خرابه لوبه کوي‌ ، همداراز راشد ارمان چې همېشه په پردیو لیګونو کې ښه ځلېدلی او اصغر افغان چې د هر څومره ښه لوبغاړي پرځای یې همېشه ورور او د خپلې کړۍ ملګري له ځان سره ساتلي دي‌ کار کوي.

که ولسمشر مخامخ مدا خله ونه کړي او له لويي څارنوالي‌نه د عاطف مشعل ، شفیق ستانکزي او پخواني منیجر همکار د دوسیو پوښتنه او پلټنه ونه کړي‌ښايي د افغانستان کرکټ کلونه نور هم شاته لاړ شي .

لیکوال : فرهاد نیازمن