fbpx

ګرېم سمهت د سويلي افریقا بورډ موقتي ډايريکټر وټاکل شو

خبريال ډاټ کام/۱۲ دسمبر ۲۰۱۹- د سويلي افريقا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ګرېم سمهت تر موقت وخت پورې د سويلي افريقا کریکټ بورډ نوی ډایریکټر ټاکل شوی دی.

نوموړي ته لدې وړاندې په تیر اګسټ مياشت کې د یادې دندې ترسره کولو وړاندیز شوی و، خو نوموړي دا دنده يوه اوږده او ستړي کوونکي پروسه بللي وه او له همدې کبله یې ترې انکار کړی و.

د سويلي افريقا کریکټ بورډ د ځينو چارواکو او لوبغاړو په بیا،بیا ځلې هڅې سره نوموړی دېته اړ کړل شو چې تر موقت وخت پورې د سويلي افریقا کریکټ بورډ د ډایریکټری دنده په غاړه واخلي.

۳۸ کلن سمهت به تر درې میاشتو پورې له سويلي افریقا کریکټ بورډ سره د ډایرکيټر په توګه کار وکړي او له هغې وروسته د هند کورني کریکټ ليګ ( ای پي ايل سيالیو) ته ورځي او هلته به یوه تبصره کوونکي دنده پر مخ یوسي.

د موقت وخت لپاره د ډایریکټر په توګه د ټاکل کيدو سره پخپله ګرېم سمهت ويلي چې په هرو سختو حالتو کې د سويلي افريقا کریکټ سره مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي وويل: (( ما په عامه هم ويلي، چې سويلي افريقا کريکټ بورډ هر وخت او په هرو سختو حالتو کې چې ماته اړتیا ولري،زه ورته پوره چمتو یم.زه غواړم چې دغه نوی رول په ښه شان سره ترسره کړم.))

جکيس فؤل د سويلي افريقا کریکټ بورډ اجرايوي مشر د ګرېم سمهت په ټاکل کيدو خوښي ښکاره کړه او زیاته يې کړه چې د هغه سره به يو ځای د کریکټ په رغوي اړخونو کار وکړي.

(( زه د ګرېم سمهت په موافقې ډير خوښ شوم. نوموړی به تر راتلوونکي ای پي ایل سيالیو پورې له مونږ سره کریکټ بورډ برخه کې وي او د کریکټ په برخه کې به له مونږ سره خپله مرسته او همکاري کوي.دا ښکاره ده چې سمهت د تیرو څو میاشتو راهیسې ځينې ستونزې یادولې او زه به خوشحالۍ سره وایم چې مونږ پدې ستونزو برلاسي شوو او هغه مو بورډ ته راوست.زه به له هغه سره د کريکټ په مهمو او ضروري اړخونو کار او بحث کوم.))

نوموړي زیاته کړه چې د هغه په څیر مسلکي کس په لرلو سره او د هغه سره يو ځای د کریکټ په مسائلو کار کول د کریکټ د لوبې لپاره اساسي او ګټور ثابتیدلی شي.

د يادولو وړ ده چې ګرېم سمهت ټاکنه پداسې مهال مخې ته راځي چې سويلي افریقا کریکټ بورډ څو ورځې وړاندې خپل مشر له دندې ليرې کړ.

د یادولو وړ ده چې سويلي افریقا کریکټ ملي لوبډله راتلوونکي سيالۍ له انګلیستانۍ لوبډلې سره لري او دوی به د انګلیستان په وړاندې د څلورو ټيسټ لوبو کوربتوب په غاړه ولري.