fbpx

د یوې دردېدلې مور غږ

د سترګو لیدلی حال دی:

د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالي له نامه ویرجن خو له ښایستونو ډکې سیمې لري؛ ولې هغه وخت نا امنۍ په هرڅه سیوری غوړولی وو نو ځکه یې ښایستونه هم ورک کړي وو او چا یې له ښایستونو د خوند څکه نشوای کولای.

د ۱۳۹۶ کال په نیمايي کې وو.

هغه وخت د وزیرو د تنګي نوم به دې چې، واخیست د سړي غونې به ورته زیږ شول.

له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره مې د خبریال په توګه دنده مخته وړله، کمره مین مې هم راسره وو.

ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوآ څخه زنګ راغی ویل یې: خوږیاڼو وزیرو تنګي ته سفر لرو که د خبري پوښښ لپاره راسره لاړ شئ.

هغه وخت د ګوتو په شمیر ولسوالیو ته تګ کېده، داسې ولسوالۍ هم وې چې، تګ ورته له مرګ سره لوبې وې.

دفترپه سهارنۍ ناسته کې پر ما فیصله وکړه چې، دی به لاړ شي. ماهم ومنله سهار مو د ملي اردو له سرتېرو سره د وزیرو تنګي پر لور سفر پيل کړ.

په سفر کې کاری فشار هغه څه وو چې، نه به یې پریښودلې چې، د سیمې له ښایستونو لیدنه وکړې، هرڅه ته به دې د راپور د موضوع فکر کاوه چې،څنګه یې راونغاړم.

د لارې تګ کې هره شېبه د مرګ ګواښ شتون درلود خو! موږ توکل په الله کړی وو او ویل مو دا اتل سرتیري چې، درسره دي ته هم زړور لاړ شه.

موخه مو د وزیرو تنګی وو خوهغه ته تر رسېدو د وزیرو په سیمه کې ډيری کلي به دې له پښو تېریدل.

د داعش د ویرې غږ د سیمې د هر اوسېدونکي غوږونه کاڼه کړي وو، اما د سرتېرو په لیدو به د هر یوه په رګونو کې وینه وګرځېده.

خو! وروسته به دا ویره ورسره وه که سرتېري لاړ شي بیا به څه کوم.

دوی سره دا ویره وه چې،څوک سیمه کې وحشت خپروونکو ته خبر ورنکړي او ورته ونه وایي چې، پلانکي له سرتیرو سره روغبړ وکړ.

شنه فصلونه ولاړ

هره خوا په ویالو کې د سپین غره رڼې واورینې اوبه بهیدې، دا ټول هغه څه چې، موږ ته یې په دې نا امنه شرایطو کې لیدل یو خیال وو.

کامبو سیمې ته په رسيدو سرتیرو سره له موټره ښکته شو او وزیرو تنګي پرلور پلي روان شو.

وزیرو تنګي ته ورسیدو.

هلته افغان سرتیرو له عملیاتو وروسته د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته ځای پرځای کړې وه هغه چې، سره کرښه یا د جګړې کرښه یادېده.

د سیمې له کروندګرو سره مو مرکې وکړې، زموږ په لیدو به هغو داسې احساس کاوه ګواکې موږ چې، د دې سیمې اوسیدونکي نه یو لامل یې دا وو چې، هر یوه به ویل تاسې ځئ موږ ته غم پریږدئ.

دوی له دې ویره لرله او ویل یې تاسې به لاړ شئ د شپې ناوخته به بیا زموږ په کور کې ویر جوړ وي.

مرکو ته هم چا زړه نه ښه کاوه حرکت مو وکړ؛

تنګي سره څنګ ته مو هغه ځایونه ټول ولیدل کوم چې، د سیمې خلکو په خبره د دولت وسله والو مخالفینو به پکې حکومت کاوه او تازه افغان پوځیانو خپلې کړې وې.

دا مو حس کړه چې، خلکو د افغان پوځیانو په شتون کې له عملیاتو وروسته یو څه ژوند ته هیلې درلودې.

پلې روان وو د غره ډدې ته د یوې داسې کلا څنګ ته ورسیدو چې، هیڅ غږ ترې نه راته.

د ملي اردو له سرتیرو سره ولاړ وم چې، ناڅاپه د یوې مورغږمې ترغوږو شو؛ ویل یې:

بچیانو ستړي مشئ!

خدای مو راته ژوندي لره!!

دښمنان مو ړانده شه!!

د دې غږ او دعاوو په اورېدو مې سترګې اوښلنې شوې داسې ګمان مې وکړ چې، دا مورکۍ هیڅوک نه لري او د ژوند خوښۍ یې له لاسه ورکړي.

خو ګمان په ریښتیا بدل شو

د دې مورکۍ له وسې نور څه نه وو چې، موږ ته یې کړي وای ځکه د کور نارینه یې روانې بدبختې جګړې ترې اخیستي وو.

هغې به د اولاد مینه د افغان سرتیرو او هغه خبریالان چې، د کور ترڅنګ به یې لیدل ماتوله.

دې دردېدلې مور ویل، یې بچیو تاسې لږ صبر تاسې ته څه راوړم.

لږه شېبه وروسته یوه کوچنۍ نجلۍ راروانه وه غږ یې کړ کاکا دا کټوه در واخلئ.

ومې کتل مستې وې.

مور له دروازې غږ کړ:

زما زامنو تاسې دا مستې وخورئ همدا تاسې ته مې ساتلي وو.

له ما نیولي هر سرتیري د مور د دې سترې لورينې څه څکه وکړه هر یوه، یوه کاچوغه مستې نوش جان کړې.

مور ته مو کټوه ور ولیږله

له تګ سره هغې پوهیږئ څه ویلې!!!

بچیو ځئ مخې ته مو ښه خو ما له یاده ونه باسئ ځکه زما د کور زامن او اولادونه تاسې یاست، ستاسې له برکته اوس دلته خلک ژوندي ګرځي.

مورکۍ ته مې په ژړغوني غږ وویلې: حتما

خو نور څه مې په وس نه وو ځکه هلته ویر خپور وو د دې ټغر د ټولو لپاره یواځې سولې ته اړتیا ده.

وایي، هر درد هیریږي خو د اولاد درد هیڅکله هم نه.

خو! ما تر ننه بیا ډیره هڅه وکړه چې، د هغې خوارکۍ مور لیدو ته ورشم خو روانه بدبخته جګړه موقع په لاس نه راکوي.

خو بس دومره به ووایم چې:

وچه ډوډۍ ګیلاس اوبه دې وي خوسوله دې وي

پر سرمو بام که نه وي نه دې وي خو سوله دې وي

لیکوال: فقیرمحمد فقیرزی