fbpx

وسواس او درملنه يې

خيريال ډاټ کام ۲۰۱۹ ډيسمبر ۱۲ – په دغه ليکينه کې مو لومړی د وسواس د پيژندنې او د هغه د ډولونو په اړه معلومات وړاندي کوو، او له هغه وروسته به هغه لار چارې درته په ګوته کړو چې له سواس څخه ځان پرې خلاص کړو.

وسواس(تشويش) څه شی دی؟.

وسواس چې ځنې خلک تشويش هم ورته وايې يو له هغو پيچلو ذهنې اختلالاتو څخه عبارت دی چې اصلې ريښه يې اضطراب او ژوره انديښنه ده.

وسواسي سړی د کارنو، خبرو، ناستي يا داسې داسې نورو کړنو د ترسره کولو په وخت کې دوه زړی، انديښمن او زړه نازړه وي.
وسواسي سړی يو کار څو ځله تر سره کوي. دی ګومان کوي چې شايد دغه کار يې سم نه وي اجرا کړی.

وسواسې سړي ته ډير ژر انديښنه او بيلا بيل ډول شکونه ورولويږي، چې دې کار يې د ژوند ارام ورڅخه اخيستی وي.

معمولا شکاکې يا وسواسي سړی د يوه کار په بيا بيا کولو ځان رام احساسوي او که يې نور وګړي ددې کار مخنوی وکړي دده د انديښنې او اضطراب سبب ګرځې او سخت ځوريږي.

د وسواس علمي تعريف

وسواس هغه ذهني پيچلي اختلالونه دي چې د (ocb) مخفف او Obsessiv Compulsive Disorder په نامه ياديږي.
او دغه ناروغي کولای شې يو شخص په ډيرو بدو پايلو اخته کړي. په علمي لحاظ وسواس په ۲ برخو ويشل شوي دی.چې فکر او عملي وسواس ورته ويلای شو.
فکر وسواس هغه دی چې يو شخص په ډيرو سوچونو او فکرونو کې غرق وي.

او عملي وسواس هغه دی چې په دغه وسواس اخته شخص يو کار څو ځله تر سره کوي او د خپلو کړنو په وړاندې ډير شک او انديښنې کوي.

د وسوس درملنه

که څه هم وسواس يوه روانې ناروغي ده او مخکې مو وويل چې د ځنې پيچلو ذهنې اختلالونو له امله رامنځته کيږي.

د وسواس درملنه شوني ده خو ولې په بشپړه معنا يې درملنه خورا سخته او ناشونې بريښې.

په وسواس اخته کس بايد لومړی روانې ډاکټر او روانشناس ته لاړ شي. چې تر څو د نومړي شخص هغه لاملونه راښکاره او جوت شي چې دی يې په وسواس او ژورې انديښنې اخته کړی.
په وسواس اخته ناروغ ته ځني درمل هم د روانې ډآکټر له خوا ورکول کيږي چې تر څو ددې ناروغي په پريښودو کې وروسره مرسته وکړي.

له دې ناروغۍ څخه د خلاصون تر ټولو غوره لار دا ده چې وسواسي سړی خپل افکار را ټول. او خپله عقيده او باور ټينګ کړي.

په خدای ج د زړه له تله ايمان ولري او راتلونکي ټول هغه کارونو چې موږ نه يو ترې خبر په رب وسپاري او ځانته کومه انديښنه او تشويش پيدا نه کړي.
ځکه په انديښنه هغه تير يا راتلوونکي کارونه نه شو سمولای.

تير وحت تير شو راتلونکی زموږ په واک کې نه دی يوازي د همدا او