fbpx

پاکستانیو پوځیانو د کونړ ځينې سرحدي سیمې په ماینونو پوښلي

خبریال ډاټ کام /۱۲ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ کونړکې پاکستاني ځواکونو له اغزن سیم ۳ سوه مترۍ دې خوا کې ماینونه خښ کړي دي.

ځایي خلک وایي، پاکستانیو پوځیانو د اغزن سیم دې شاوخوا ۳۰۰ متره دې غاړې ته هم مخکې تګ کړی او سیمه ېې په ماینونو پوښلې ده.

دوی شکایت کوي چې، د توپچي بریدونو سره سره چې، پاکستانیو پوځیانو پر دوی ترسره کول اوس یې ژوند د دوی له لوري خښ شویو ماینو له لوی ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی په مشخص ډول نه وایي چې، د ماینونو دخښولو موخه یې څه ده خو وایي ښايي، په دې موخه یې سیمه له ماینونو پوښلې وي څو په افغان خاوره کې مخکې تګ وکړي.

آغا محمد د دانګام اوسیدونکی وایي، نه یواځې، د ماینونو له  امله ترې سیمې پاتې بلکې په خبره یې ده په کې خپله پښه هم له لاسه ورکړې.

دی وایي، هغه وخت یې کیڼه پښه یې د پاکستان له لوري پر ښخ شوي ماین برابره شوه، چې سیمه کې یې څاروي څرول.

د یادې ولسوالۍ قومي مخور هم مني چې، پاکستانیو پوځیان له اغزن سیم دې خوا تر ۳۰۰ متره مخکې راغلي او په سیمه کې یې د پرسونل ضد ماینونه خښ کړي دي.

دوی وایي، د دانګام اوسیدونکې د ماینونو له ویرې هیڅ هغه پلو تللی نشي ځکه ژوند یې له ګواښ سره مخ وي.

بل لورته د دانګام  ځایي چارواکي هم مني، چې پاکستاني پوځ پر ډیورنډ کرښې له اغزن تار غځولو ترڅنګ اوس په دې ولسوالۍ کې له کرښې دې غاړې د نړیوالو اصولو خلاف شاوخوا درې سوه متره دې خوا سیمه په پرسونل ضد ماینونو پوښلې ده.

د دانګام ولسوال محمد رحمن دانش وایي له همدې امله ّځایي خلک خپلو سیمو ته تګ راتګ نشي کولای.

دانش دغه راز زیاته کړه چې، په دې ولسوالۍ کې یې د پاکستاني پوځ د کرل شویو ماینونو په اړه مرکزي حکومت ته هم خبر ورکړی خو وایي تراوسه یې په اړه مرکزې ادارې کوم جدي اقدام نه دی کړی.

پاکستاني پوځیان له شاوخوا لسو کلونو راهیسې له ډیورنډ کرښې دې غاړې پر یو شمیر سیمو توپچي بریدونه کوي.

له همدې امله د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ځايي اوسیدونکي هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

یواځې کونړ نه د ننګرهار په سرحدي سیمو کې هم وخت نا وخته پاکستاني پوځیان غیر قانوني تحرکات ترسره کوي.

کونړ کې د اغزن سیم د غزولو او  پاکستانیو پوځیانو د مخکې تګ خبرې نوې نه دي کلونه کیږي په دې برخه کې هغوئ هڅې کوي او افغان حکومت چپه خوله ناست دی.

راپور: ف، م