fbpx

پښتونخوا کې وسله والو د پښتو ژبې نامتو شاعرافګارشهید کړی.

خبریال ډاټ کام/ ۱۲ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ د پښتو ژبې نامتو شاعر افګار بخاري ناپيژاند وسله والو د پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې  وژلی دی.

نوموړې نن ماښام  ناپیژاندو وسله والو پخپل کور کې دننه وژلی دی.

لا دقیقه معلومه نه ده چې، افګار بخاري چار او په څه شهید کړی دی خو پولیس وایي ، د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

په پښتونخوا کې خپلواک خبریال عرفان خټک رسنیو ته ویلي، افګار بخاري په یاده سیمه کې د شیعه فرقې سره کلکې اړیکې درلودې او په خبره یې چې، لومړنۍ پلټنې هم ښیي چې، دا قتل هماغوی ترسره کړی وي.

د معلوماتو له مخې له دې وړاندې هم د پښتو ژبې پر دې شاعر ورته بریدونه شوي وو خو زیان ورته نه وو رسېدلی.

پاکستاني پولیس وایي د شهید افګار وژنه فرقه ییزه ده او که نه خو زیاتوي دوی یې په اړه کلکې پلټنې پیل کړي دي.

د شاعر افګار پر وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې هم پښتنو سخت غبرګونونه ښودلي او پر حکومت یې غږ کړی چې، وژونکي یې معلوم او محاکمه کړي.

د پښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ترڅو چې، په پښتونخوا کې امن نه وي راغلی پښتون وژنه به دوام لري.

دی په ټینګار سره وایي په دې خاوره کې د پښتنو پوښتنه نشته.

د پښتو ژبې د نامتو شاعر افګار اصلي نوم سید ظهور عباس شاه وو خو په پښتونخوا کې خلکو په افګار پيژانده.

هغه د پښتو ژبې لپاره زیات خدمتونه کړي.

تر دې دمه د افګارکتاب نه دی چاپ شوی، خومشهورو سندرغاړو یې سندرې ویلي دي.

د پښتو ژبې  وتلي سندرغاي خیال محمد هم د  افګار یو په زړه پوری غزل په خپل خوږ غږ ویلی.

د نوموړي نورې سندرې، غزلې، ټپې او چار بیتي هم نورو پښتنو سندرغاړو ویلې چې له کبله یې افګار بخاري په پښتنو کې خورا مشهور شوی و‌.

په پښتونخوا کې د پښتون وژنې لړۍ اوسنۍ نه ده کلونه کیږي چې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پښتانه په یو اوبل نامه وژل کیږي او پوښتنه یې نه کیږي.

په پاکستان کې میشت پښتانه اومشران د دې وژنو ستر لامل د پاکستان آی آس آی یادوي.

راپور: ف ، م