fbpx

عبدالله: که ولسمشر غني ګټونکی شو مبارکي ورته وایي

خبریال ډاټ کام/ ١٢ دسمبر ٢٠١٩-د افغانستان د روان کال ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماند او د ولسمشر غني سرسخت سیال ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، که ولسمشر غني د روان کال ولسمشرۍ ټاکنې عادلانه وګټلې مبارکي ورته وایم.

د افغانستان د روان کال ولسمشرۍ ټاکنو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  دغه اظهار د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې چې نن(پنجنشبه لېندۍ ٢١مه) خپره شوې، څرګند کړی.

عبدالله دا راز هم زیاته کړې چې ولسمشر غني ته په هغه صورت کې د بریا مبارکي وایي چې د پاکو رایو پر وړلو د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

عبدالله عبدالله وایي، نه غواړي له امله یې هېواد په ستونزو کې ولویږي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې لا هم د دې د ټاکیزې ډلې او پلویانو له لوري یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه تړل شوي او د رایو بیا شمېرنې بهیر پر ټپه ولاړ دی.

بل لور د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د یو شمېر ولایتونو د ټاکنو کمېسیون د تړل کېدو له امله د ټاکنو قسمي پایلې نه اعلانوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې وه چې(چهارشنبه لېندۍ ٢٠مه) به د ټاکنو قسمي یا لومړنۍ پایلې اعلان کړي خو یو ځل بیا هم د دغې کمېسیون له لوري د پایلو اعلان وځنډېد.

د یو شمېر رسنیو د تازه راپورونو له مخې ویل کیږي، په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یو شمېر سرچینې وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د قسمي پایلو د اعلان پرېکړه لیک امضأ کړی دی.

خو لا هم د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر ټاکنیزې ډلې له پاکو رایو د نا پاکو رایو بېلولو ټینګار کوي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار بیا د روان کال د تلې د میاشتې د ٦مې نېټې ټاکنو د لغوه کېدو چغې وهي.

نوموړی وایي، ولسمشرۍ ټاکنې دې لغوه شي او دویم پړاو ته دې ولاړې شي، د دویم پړاو د ټاکنو ترسره کېدو او طالبانو سره د سولې خبرو مخ ته وړلو لپاره دې داسې سرپرست حکومت رامنځته شي. چې مشر یې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو نه وي.

د روان کال لېندۍ میاشتې دا اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو د قسمي پایلو د اعلان په اړه زیات راپورونه خپاره شول، خو لا هم د ډېرو هېوادوالو د تمې سره سره دا اوونۍ هم پای ته ورسېدله، تر اوسه په ډاګه نه ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به څه وخت او کله د ټاکنو قسمي یا لومړنۍ پایلې اعلان ته وسپاري.