fbpx

د کېلې حيرانووکې ګټې

خبريال ډات کام /۲۰۱۹ ډيسمبر ۱۲- د کايناتو په نړۍ کې يو شې هم بې ګټې نه دی پيدا شوی بلکې هر شی د يوه ځانګړي هدف او ګټې لپاره پيدا شوی.

په تيره بيا ميوه جات چې هر ډول يې بيلا ګټې او فايدي لري خو نن مو د هغو له لړۍ څخه د ګيلې ګټې او فايد راخيستي.

کېله چې تر ډيره د ژمې او سوړ مني په موسم کې پيدا کيږي د انسان بدن ته ډيري ګټې رسوي.

۱- کيلي د انرژۍ او قوت سرچينه

کېلې د ويټامن c سرشاره منابع او انتې اکسايدونو لري.
کيلې په بدن کې د دری ډوله انرژۍ درلودونکي ده. هغه څوک چې ډير ډنکر او خوار ځواکی وي هر سهار دې ۲ دانې ګيلې او يو ګيلاس شيدې وخوري چې ډير به له دې ستونزې خلاص شې.

د سترګو دېد زياتوي

څيړنو ښوذلي ده چې ګيلې د حجرو په رامنځته کيدا او د عضلاتو به قوت کې لوی رول لري.
هغه زاړه خلک چې د سترګو دېد يې کم او ډير کمزوري وي که هر ورځ په خپل غذايې ژريم کېلې ته ځای ورکړي. له دې ستونزي خلاصيدای شي.

کېلې هډوکې قوي کوي

کېله چې د ويټامن c او ويټامين بې ۶ او پوتاشيم درلودونکي ده دغه ويټامينونه کولای شي د هډوکو په ساتنه او قوت رول ولوبوي.

کېله د سرطان ضد خواص لري

د چاپانيانو له خوا تر سره شوي څيړنې ښې چې په کېله هغه تور داغو د سرطان ضد خواص لري او د سرطان په مخنوي کې مهم رول لري.

کېله زموږ دفاعي سيستم قوي کوي

کېله چې د ويټامين A او ويټامين B ويټامين c درلودونکې ده په کېله کې سلينوم او پروتين هم شتون لري چې دغه ټول مواد زموږ په بدن کې له دفاعي سيستم سره مرسته کوي او له ډيرو ناروغيو څخه خلاصيدای شو.

کېله د کم خوني(د وينې د کمښت مخه نسې

کېله د پروبيوتيک په بدن کې عمل کوي او په بدن ځنې باکترياوي راويښوي او ځنې نوی جحري را جوړوي.
او همدارنګه په بدن کې د غوښې انزايمونه را منځته کوي.

کيله ژر نه هضميږي خو ولې نور خواړه بيا ژر هضموي.

خو د هر شې ډير خوارک يو لړ زيانونه رامنځته کوي. نو د کېلې له ډير خوراک څخه هم ډډه وکړئ.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com