fbpx

بلخ کې د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات پيل شوي

خبریال ډاټ کام/ ۱۵ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ  د بلخ امینیتي چارواکي وایي په دې ولایت کې یې د نظام الدین قیصاري د نیول عملیات له تیرې شپې راهیسې پيل کړي دي

خو زیاتوي د قیصاري ساتونکو د دوی پر وړاندې مقاومت کاوه او د نیولو لپاره یې اجازه نه ورکوله.

د بلخ ولایت د پولیسو مشرعادل شاه رسنیو ته ویلي، ځانګړو امنیتي ځواکونو د تیرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې یوځل بیا د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي.

د ده په خبره دا عملیات د مزار شریف ښار اړوند پنځمه حوزه کې د هغه پر کور پيل شوي دي او په خبره یې چې، عدلي او قضايي ارګانونو پولیسو ته د قیصاري د نیولو امر کړی.

پولیس وایي: (( د قیصاري استوګنځی له تېرې ورځې راهیسې کلابند و او قیصاري د هغه د نیولو د حکم پرضد مقاومت کاوه خو اوس هم عملیات دوام لري)).

پر قیصاري په مزارشریف کې د زورواکۍ او خپلسرۍ تورونه دي.

امنیتي ځواکونه وايي، عملیات یې په دې موخه په نیمه شپه پيل کړل چې، ولسي خلکو ته کوم زیان ونه رسیږي خو وایي تر سهار د قیصاري ساتونکو له دوی سره مقاومت وکړ.

د قیصاري د کور ګاونډیانو هم رسنیو ته ویلي، تیره شپه ناوخته د سپکو او درنو وسلو د ډزو له کبله له خپلو کورونو راووتل او بریښنا هم نه وه.

نظام الدین قیصاري تېر ۲۰۱۸ کال په فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم یو پياوړی قومندان و.

هغه د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان هم پاتې شوی او ادعا یې کوله چې، شاوخوا ۷۰۰۰ وسله وال هم لري.

د معلوماتو له مخې پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کې زیږېدلی.

کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش راهیسې یې سیمه ییزو پولیسو کې د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت پیل درلود.

هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای شول او بیا د قیصار امنیه قومندان شو.

کابو څلور کاله وړاندې فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی او اوسمهال د فاریاب د ولسي پاڅونکوونکو مشري هم کوي.

نظام الدین قیصاري په دې تورن دی چې، د مرکزي حکومت له امر نه په سرغړاوي په فاریاب کې حکومتي چارواکي په مرګ ګواښلي.