کور پاڼه / لیکنې / د ډيورنډ کرښه د ولس لپاره سره کرښه!!؟

د ډيورنډ کرښه د ولس لپاره سره کرښه!!؟

         
هره ټولنه دخپلې زندکۍ له پاره نظام ته اړتیالرې اوددغه نظام له پاره خپلی هڅې کړندۍ کوی .داځکه که ټولنه نظام ونه لرې د پرمختګ پرلور کامونه نه شي اخیستلی زمادموضوع اساس دانه دی چې کوم رنګ نظام سم دی اوکوم ناسم .
هرنظام دخپلوپریګړوله اړخه  محدود دې اوهره ټولنه دنظامونودپریګړوله پاره ځنې نهادونه  جوړه وي. ترڅودغه اولس په سمه توکه دنظام دچترلاندې زندکې تیره کړی. ترڅنګ نظام  دافکرونه کړی چې ټول واک له ماسره دی څه چې غواړم هغه کولی شم یعنې ددواړو اړخونوګنترول له پاره ځنې اصول ټاکل کیږې اوقوانین جوړیږچې دټولوقوانیومور اساسی قانون شمیرل کیږې .
دغه قانون دهرچاواکونه معلوم کړي ځنې کارونه داسی وی چې ولسوال له هیچاامرنه اخلی دهغه به صلاحیت کې وی اوبې له دې چې څوک ورته هدایت وکړی هغه سرته رسوي .دی ته ورته والی ،وزیراوریس جمهورهم  ځنې کارونه ددوی په صلاحیت کې وی بې اوکولی شي چې بې له مشوري ترسره کړي .ترڅنګ ځنی  کارونه شته چې له نوروسره له مشوري ورسته ترسره کولی شي .
مثلا که اولسمشرغواړي دټاکنوقانون تغیرکړی. هغه اړدې چې دپارلمان  دتاید مهر پرې واخلی بی له هغې دده فرمان دتل له پاره قانونې کیدای نه شی که غواړي دغه قانون مات کړي  بیا هم اړدې  د دواړوخونوتاید واخلی ځکه قانون اساسی اولسمشر ته داجازه نه ورکوی چې پریوازی ځان قانون جوړاوپرنورویې ومنې. خواولسمشروزیر،والی اودې ته ورته چارواکې بې له دې چې پارلمان نه اجازه واخلی لرې کولی شی .
هره ټولنه ځنې داسي مسلی لرې چې  نه یې پارلمان د فیصلي حق لرې  اونه  اولسمشر ددې صلاحیت لرې چې پراړه یې پریګړه وګړي. ښه بیلګه یې داساسي قانون بدلون دی ترڅوچې لویه جرګه رانه شی هیڅوک به دی کې دبد لون  حق نه  لرې اونه یې کولی شی که څه هم یوشمیرګړیو دکالونو راهیسې داهڅه وګړه ترڅود اساسی قانون د بدلون جرګه راوغواړی. داچې اساسی قانون  جرګه څرنګه تعریف کړی زمونږدهیوادحالات لاددهغي سره توافق ته نه دي برابر .نوهیڅ زورواکی اوچارواکې په دی ونه توانید چې داساسی قانون د بدلون  جرګه جوړه ګړی .
دابحث مې پردی راوا خیستوچې داڅوورځی کیږې ځنې وکړی چاپیردې اووایې چې ډیورن لین له پاکستان سره منل شوی اودغه توره ګرښه دپاکستان اوافغانستان دسرحد په توکه منل شوی.  داچې دهغه خبرې څومره نادرستې دی غواړم په دغه مقاله کې روښآنه کړم چې دغه پروپاکنده څومره سمه ده اوڅومره دخپلوګټوله پاره داچاره ترسره کیږې .
ددغه دولت له مشرانوچې زه څومره معلومات لرم دد وی پوهه ،متانت اودرایت ددې ښکارندویې کوي دوي داسې ستره موضوع  په خپل سرنه  معامله  کوی که  دوی داچاره کوله هغه مهال چې طالب اوپاکستان ته دولت په دولت  دخبرووړاندیزکیده. دنړیوالو ترڅنګ داخلی مطرخوڅیروسره دوی مشوره وکړه او ورسته یې دخبرووړاندیزوکړ. یوڅوک چې دخبرودوړاندیزصلاحیت ځان ته نه ورکوی هغوی به څنګه دداسی سترې اوتاریخې موضوع په اړه بې له مشورې  پریکړه وګړی !؟
زما په فکرددې ځواب نه دی!ځکه داهغه مشران نه دی چې  دملت په سینه تیره شوی کرښه بې له کوم امتیازاو داولس سره له مشوری پرته ومنی.  دې ته ورته مخکې هم دعوي شوي وی  هغه مهال یې دعوه باطله شوه کله چې  حقیت څرګند شو .
داخوشوه دمشرانوپه اړه زماسپیناوی دوهمه ستره خبره داده چې دادولت حق نه  دی چې پردغی مسلی پریګړه وکړي بلکې دپاکستان دولت  سره هم دا حق نشته  چې بی د اولس له مشوري په دغه تاریخې مسلی  پریکړه وکړي .
 ځکه داداولسونومال دې نه ددولتونوکه څوکاله وړاندې وګورودچانظام او.اوس دچا!له هغه وړاندې څوک واک ته رسیدلی وه اوترهغووړاندې څوک! که دا تیرڅلویښت کلن نظامونوته سرورښکاره کړوبلانظامونه بدل شوه لاړه  خواولس پرخپل ځای باقي پاتی  دی.
 سره ددی دااولس ووژل شو،کوډشو ،ړوندشواودې ته ورته نورې ستونزې پرې راغلی خوغیرتي اولس به خپل هیوادکې د ناحوالوسره سره مبارزه وکړه او پاتې شو.
نظامونه یو بل پسی لاړه اودتل له پاره پاتې نه شول داچې اولس باقې دی داپریکړه  داولس ده نه یې دولت حق لرې اونه به څوک حق ورکړی اونه به دادولت دومره ستره اشتباه ترسره کړی .
داچې ولی اوس مهال بیا دډیورین دتوري کرښې خبره راپورته شوی خبره داده چې ټاکنې راروانې دې یوشمیرغواړې یوار بیا پردغونارو اولس  جذبه  کړي او دوي پارلمان ته لاره پیداکړی. ترڅنګ یوشمیرد راروانواولسمشرېزوټاکنوله پاره کمپاین ترسره کوي. ترڅوددغه نظام چارواکې  له اولسه بیا رایه وانه خلې اود وې وکولی شي ددوي له بدنامې ګټه واخلي اوملت  دځان په خوا رامات کړې. ترڅوبه  دي چل  سره دواک په ګدی کینې .
زه دغوخلکوته وایم اولس بیداره دې اودولت هوښیار. هغه داسي  دولت پردې پوهیږې ډیورین کرښه اولس ته سره کرښه ده اودولت داولس ترجمانې کوی نه غواړی چې داولس له سروکرښوتیرشي  که داچاره ترسره ګړی نوددوی دتباهې ثبب به شي. او هیڅوک لیونې نه دې چې به لوی لاس ځان ته کنده وکنې اوځان پکې کوزارکړی.
 اولس ځکه هوښیاردې! هغوې پوهیږې چې بې له مشورې دولت ددغې کرښی پریکړه نه کوي اونه یې صلاحیت  لرې او نظام هروخت به ستروکارونوکې له مونږسره مشوره کړی نوولی ورته سرخوږي جوړکړو.
 دهیواد اودسولی دښمنان غواړی به دغسي خبرودسولی روانه پروسه سپوتاژ کړی ترسودافغانانوهیلې پوره نه شی هیله ده چې له دغه منفې تبلیغ څخه دوستان مثبت تبلیغ ته لاړشی ترڅودپاکستان دولت سره دولت په دولت خبرې بریالی اوطالب دخبرومیزته کینې .
یوځل بیا وایم  ډیورن کرښه زمونږله پاره سره کرښه ده اوپه دغه کرښی پریکړه داولس حق ده اودولت دغه حق هیڅ کله ځانته نه ورکوی اونه یې ورکړي نوپه لحاظه دغه نغاري دروغ دې چې له پاکستان سره دډیورن پرسرمعامله شوی  دازمونږدنیکونوهیلی دې اوداهیلی په تل ژوندی ساتو.
دلوي اوخپلواک افغانستان په هیله 
لیکوال: لمر ننګرهاري

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

د پاکستان په زړه کې نوې فحشاخانه

پاکستانيان تل دا دعوه کوي، چې پاکستان د کليمې په زور جوړ شوى ملک دى، …

د افغانستان په سوله کې د چین ونډه

چین له افغانستان سره پر ګډه پوله پروت، د نړۍ له پیاوړواقتصادي هېوادونو له ډلې، …