fbpx

ای پي ايل بولۍ کې تر ټولو کم عمره افغان لوبغاړی دی

خبریال ډاټ کام/۱۵ دسمبر ۲۰۱۹- د ای پي ايل سيالیو نیلامۍ لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي او ددې سيالیو لپاره ګڼو داخلي او خارجي لوبغاړو نوم لیکنه ترسره کړي ده.

ددې سيالیو د نیلامۍ لپاره تر ټولو زیات عمر لرونکی لوبغاړی هندی پروين ټامبی ثبت شوی او تر ټولو کم عمره لوبغاړی بیا افغان ځوان ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال ګڼلی شوی دی.

د ای پي ايل سیاليو د نيلامۍ په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دغو سیالیو ته نوم لیکنه ترسره کوي.

څوارلس کلن نور احمد د اوو هغو افغان لوبغاړو په منځ کې دی چې د ای پي ایل بولۍ ته يې نوم راجسټر کړی دی.

نوراحمد لکڼوال د هندوستان نوولس کلنې کریکټ ملي لوبډلې خلاف د پنځو يو ورځنیو لوبو سيریز کې هم لوبې ترسره کړې او تر ټولو ښکلي توپ اچونه یې ترسره کړه. نوموړي وکولی شول چې په ياد سیريز کې د کمو منډو په ورکولو سره، نهه ويکټې ترلاسه کړې.

نور احمد لکڼوال پدې وروستیو کې د څو نورو افغان لوبغاړو سره يو ځای د ای پي ايل راجستان رویلز لوبډلې لخوا د ازمايښت يا ټرایل لپاره هم دعوت شوی و او د هغوی سره يې په تمریناتو کې برخه واخیسته.

لدې وړاندې د افغانستان څخه په ځوان عمر کې مجیب او راشد نوم لیکنه ترسره کړي وه او بیا د بولۍ پر مهال د لوبډلو لخوا واخیستل شول او نړيواله کچه يې شهرت ترلاسه کړ. نور احمد لکڼوال هم غواړي چې د هغوی په څير دئ هم په نړۍ کې شهرت ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ايل سيالیو د بولۍ لپاره شاوخوا زرو لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه،چې په ټوله کې (۳۳۲) لوبغاړي ترې نهايي شول او راتلوونکي ای پي ایل سيالیو بولۍ کې چې د روانې دسمبر مياشتې په نوولسمه نېټه په کلکتې ښار کې ترسره کيږي، نندارې ته وړاندې شي.

د يادو (۳۳۲) لوبغاړو څخه يې (۱۸۶) هندي او پاتې (۱۴۳) لوبغاړي يې خارجي دي.

په خارجي لوبغاړو کې د اسټراليا څخه (۳۵)، د سويلي افريقا څخه (۲۳)، انګلیستان څخه (۲۲)، ویسټ انډيز څخه (۱۹)، نیوزیلینډ څخه (۱۸)، له سریلانکا څخه (۱۴)،له افغانستان څخه (۷) بنګله دېش څخه (۵) او د دوهمې درجې لوبډلو څخه درې لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.

په دوهمې درجې هیوادونو کې د امریکې لوبډلې څخه يوازې علي خان، د عربي اماراتو لوبډلې څخه ظهورخان او د سکاټلینډ څخه جورج مونسی نومونه شامل دي.

د يادولو وړ ده چې ددغه نیلامۍ پړاو لپاره لوړه کيټګوري دوه کروړه او يو نیم کروړ هندۍ کلدارې ټاکل شوي ده.

په دوه کروړه کيټګوری لیست کې ډېل سټېن،مکسويل،پاټ کومينز،جوش هزيلووډ،کریس لاین او انجلیو میتوز شامل دي او ه يو نیم کروړ کيټګوری لیست په سر کې د هندی روبین اوتاپا دی.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ايل سيالۍ به د مارچ په ۲۳مه نېټه پیل چې تر مۍ مياشتې پورې به دوام وکړي.