fbpx

غوسه يوه روانې ناروغي ده

خبريال ډاټ کام / ۲۰۱۹ ډيسمبر ۱۵- غوسه که څه هم يوه فطرتي غريزه ده او د انسانانو په فطرت کې اغښل شوې. په بشپړ ډول له غوسې څخه ځان نشو خلاصولای. خو له اندازې زياته او هر لهزه غوسه کيدل يو ډول روانې ناروغۍ ده.

او له اندازې ډير غوسناک سړی رواني ناروغ دی بايد درملنه يې وشې ځکه ډيره غوسه او په هر شي غوسه کيدل ناوړه پايلې لري.

خو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه ګولای شو له دغې ناوړې پديدې ځان وژغورو او په ټولنه کې د يوه مينناک او با حوصله شخص توګه ژوند وګړو.

د غوسې کنټرول ډير مهيم او غوره مهارت دی ځکه په ټولنيز ژوند کې حوصلې او مينې ته ډير صزورت دی.له غوسناک سړی څخه په کور، دفتر، ملګرو هر ځای کې خلک تنګيږې او نشې کولای د هغه د هرې غوسې برداشت په ځان يوسې.

که موږ په خپلو کارونو کې غوسناک اووسو شايد ډير کارونه رانه خراب شې، خو که په حوصله او سړه سينه خپل کارونه تر سره کړو ډير به بريالي او کامياب يو.

غوسه څه شی او څنګه رامنځته کيږي.

د غوسې په تعريف کې بايد وويل شې چې غوسه هغه کړنه يا عمل دی چې پواسطه يې خپل او يا نورو ته تاوران رسيږي.
کله چې موږ غوسه کيږو زموږ په بدن ځنې هورمونونه راپاريږي او زموږ له وينې سره د هيپوفيز هورمون ګډيږې چې له هغه وروسته زموږ د بدن د غبرګون سيستم فعاليږي او موږ خپل عکس العمل ښيو.
په دې سره زموږ د زړه ضربان زياتيږي او د تنفس له تېزوالي سره مخ کيږو. چې دا حالت ډير خطرناک حالت دی.

د غوسې کنټرولول

د غوسې د کنټرول لپاره ۶ لارې چارې شتون لري چې د هغو پواسطه کولای شو ځان له غوسه خلاص کړو او يو باحوصله انسان اووسو.

لومړی هغه ۳ لارې چارې
۱ -مثبت فکري تګ لوری ټاکل
۲- تيرې ښې خاطرې را په يادول
۳- انځور يا ليک لېکل.

دوهم هغه ۳ نورې لارې ۳ ډوله ژوره ساه اخيستل په بيلابيلو طريقو.
کله چې موږ د غوسې په حالت کې يو بايد ژوره ساه واخلو اسمان طرف ته وګورو.
خپل ځای بدل کړو او خپل مخ او بدن په يخو اوبو ووينځو.

او د غوسې د کنټرول تر ټولو غوره لار تسبهات او درود ويل دي.چې دا د انسان په باطن ډيره اغيز کوي.