fbpx

امریکا له افغانستان د څلور زره سرتېرو د ویستلو پرېکړه کړې

خبریال ډاټ کام/ ١٥ نومبر ٢٠١٩- د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس، امریکا له افغانستان نه د څلور زره امریکایي سرتېرو د ویستلو پرېکړه کړې.

 اېن بي سي امریکایي رسنۍ د امریکا د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، امریکا دفاع وزارت به راتلونکې اوونۍ له افغانستان نه د څلور زره امریکایي سرتېرو د ویستلو په اړه پرېکړه وکړي. چې په دې سره به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ١٣زرو تر ٩زرو را کم شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمولو په اړه او د څلور زره امریکایي سرتېرو د ویستلو په اړه یې تر دې دمه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی.

د امریکایي ځواکونو د ویاندوۍ دفتر دا راز زیاته کړې، امریکا په بشپړ ډول په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ مأموریت او افغان سرتېرو له ملاتړ ژمنه ده. امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر پټنځای بدله شي، او له دې ځایه امریکا او نورې نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر هم ویلي و، که امریکا له طالبانو سره د افغان سولې پر سر کومې هوکړې ته ونه رسیږي، دوی به بیا هم په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر راکم کړي. نوموړي ټینګار کړی و، چې د طالبانو سره د سولې د هوکړې په صورت کې به بیا هم امریکایي سرتېري په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته ژمن اوسي.

اوونۍ وړاندې د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس راپور خپور کړی و، چې امریکا په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شمېر د کمولو موضوع تر بحث لاندې نیولې چې له مخې غواړي په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ١٣ زرو تر ٥ زرو را کم کړي.

اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ١٣ زرو ته رسیږي، چې له ډلې یې پنځه زره امریکایي سرتیري د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر مبارزه کې بوخت دي.

د افغان سولې پر سر د امریکا او طالب استازو ترمنځ تر ټولو حساسه موضوع له افغانستان نه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل دي، چې طالبان د امریکایي سرتېرو نه وتل د سولې هوکړې نه کولو لامل بولي.

تر دې مه په ډاګه نه ده، چې څه وخت به له افغانستان نه څلور زره امریکایي سرتیري ووځي او ایا د امریکایي سرتېرو وتل او په افغانستان کې د نهه زره امریکایي سرتېرو پاتې کېدل به د افغان سولې پر مسله کوم اغېزه پرېباسي.