fbpx

د حوا،مريم،عایشې په نوم افغاني فلم نړیوال شهرت وموند

خبریال ډاټ کام /۱۵ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ دافغان فلم هڅې تر پخوا ډیرې ښې شوي او پایله یې هم ښه بریښي.

لکه څنګه چې، پخوا افغان فلم ښه مینه وال لرل خو په وروستیو کلونو کې یې مینه وال کم شول ځکه لوبغاړي یې تر ډیره د بهرني کلتور اغیز لاندې لیدل کیدل.

خو په دې وروستیو کې دافغان په سینما کې نوي لوبغاړي او لوبغاړې لیدل کیږي.

د اسکار جايزې ۹۲ یم پړاو ته نوماند افغان فلم، د ايران په سينماوو کې نندارې ته وړاندې شو او آن په نړیواله کچه وستایل شو.

هندي سینمایي لوبغاړو هم دا فلم ستایلی دی.

د فلم کیسه څه ده؟

دا فلم د حوا،مريم،عايشې„ او صحرا کریمي له لوري لومړنی جوړ شوی فلم دی چې، تر ډیره مینه وال یې هم په دې خاطر زیات دي چې، پر افغاني ستونزو راڅرخي.

دا فلم د ۳ هغو افغان میرمنو په ژوند جوړ شوی چې، پرکورني ناخوالو،ټولنيزو محدوديتونو او نورو برخو تمرکز کوي.

د فلم يوه ځانګړنه داده چې، څنګه يوه ښځه د نارينوو تر اغیز لاندي يوه مذهبي ټولنه کي مور کيږي ياهم خپل ماشوم په خېټه کې له منځه وړي.

په بله اصطلاح څنګه یوه نجلۍ چې، لوړې زده کړې یې کړي واده یې کړی اما دا چې، میړه یې ورسره خیانت کوي دا ترې د طلاق اخیستو هڅه کوي.

دا فلم د ۲۰۲۰ م کال اسکار ۹۲يم پړاو جايزې ته هم چې، د امريکا په لاس انجلس ايالت کې یې مراسم ترسره کیږي نوماند دی.

ددې فلم جوړوونکې او د افغان سينما رئيسه صحرا کريمي وايي چې، افغان سینما ملګرتوب خرابه کړې او ډیری لوبغاړي پکې له استعداد پرته په واسطو او اړیکو لوبیږي.

نوموړې وایي غواړي افغان سينما د ملګرتوب او تشريفاتو ليرې وساتي او په واقعي ډول خدمت ورته وکړي.

صحرا کريمي ځوانه فلم جوړوونکې ده چې، ياد فلم يې په نړيواله سطحه نندارې ته وړاندې کړ.

دافلم د هاليووډ سينما مشهورې ښځينه اداکارې انجلينا جولي له لوري هم ستایل شوی او دایې د افغان فلم لپاره ښه زیری او پرمختللې بڼه بللې ده.

د افغان سينما رئيسه صحرا کريمي وایي، د حوا،مريم،عایشې په نوم فلم د روانې ډسمبر مياشتې په ۹ ایران کې نندارې ته وړاندې شو.

نوموړې وایي،تر دې وړاندي هيڅ يو افغان فلم په ايران کې نندارې ته نه وو وړاندې شوی.

دهنر مینه وال بیا وایي، که دافغان فلم د راتلونکو فلمونو تمرکز د هېواد پر روانو حالاتو شي ښايي تر هرې سینما ډير نندارچیان او مینه وال پيدا کړي.

ځکه د دوی په خبره هېواد کې ډیری داسې مسایل شته چې، د فلم په جوړلو کې پرې په ټولنه کې ښه اصلاحات راتللی شي.

لیکوال: فقیرزی