fbpx

مور د ټولنې لپاره د انسانیت جامه

دا لیکنه په ذوق او علاقه ولولئ:

مورده چې، پېغمبران زېږوي د اسلام په مقدس دين کې هم ویل شوي چې، جنت د مور تر پښو لاندې دی.

مور ده چې په یو لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي!

مورده چې فيلسوفان ،نابغه اوعالمان زېږوي.

مورده چې قهرمانان زېږوي.

مورده چې شاهان ،او ولسمشران زېږوي.

او مور ده چې قاتلان ،غله ،رشوت خواره په اخلاقي فسادککړخلک هم زیږوي.

مور ده چې ماشومانو ته خبرې ،او ډوډۍ خوړل ورزده کوي ،په مورنۍ مينه اومحبت ئې خبرو ته هڅوي او په خپلو پاکو او پاکو شیدو د ژوندون درس ورکوي.

مورد شپې بيداره او د اولاد لپاره سختۍ گالي، دماشوم په يوه عادي  ناروغۍ  د مور روح هم نا ارام وي.

د لمرغونده روښانه او ښکاره خبره داده چې دې پاک او مقدس موجود (مور) خپل يوه ماشوم ته هم دا نه دي ویلي چې، تاسې داسې کاروکړئ چې، بل ته ئې  تاوان ورسېږي.

مورشپه او ورځ خپل ماشوم ته دا يوه خبره کوي انسان اوسه ،او دانسان درناوئ وکړه.

مور پدې ترهرچا ښه پوهيږي چې ترانسانيت بل عالي مقام نشته او انسانیت غوره تحفه ده چې الله تعالی چاته ورکړې وي.

دا مورده چې خپل  ماشوم ته وايي، که ته کوم بد اعمال سرته رسوې نو ما خپلې شیدې نه دي دربخښلي.

دبشري ټولنو د تکامل تاريخ څېړنو دا ثابته کړې چې، ترهرچا وړاندي مورخپل ماشوم دبشري ټولنې راتلونکی جوړونکی اوسمبالونکی خپلو انساني اوټولنيزو مسوليتونواو مکلفيتونه ته متوجه کوي .

په همدې اساس او دلیل مونږ ویلی شو،چي د بشريت له پيداېښت نه په ټولو اديانو او مذهبونو کې مورته ترهرچا د قدر په سترگه کتل شوي.

که چیرته د ژوندیو موجوداتو تر منځ اړیکو ته په دقیق ډول پاملرنه وشي نو دا به درته څرګنده شي چې نه یوازي انسانان بلکې ټول ژوندي موجودات مور لري او مور پرې ګرانه ده.

د هغوی مور نه یوازې دا چې خپل بچي یوازې دې دنیا ته راوړي په مختلفو بڼو د خپل  بچي نه د بهرنۍ حملې په مقابل کي دفاع کوي او د هغوی پر لوږه کړاوونه گالي.

زه نه غواړم پر دې مسله زيات بحث وکړم دومره ويلاي شو،چي ټول ژوندې موجودات  په شکل د اشکالو سره مور لري.

په دنیا کې یوازې مور ده چې، د خپلو اولادونو په اړه همیش د ژوند جوړولو لپاره مثبت فکر کوي او تل ورته د نصیحت په ډول لارښونه کوي.

مور خپل زوی ته وایي، زویه که چیرته زه زړه شوې وم او له کاره غورځیدلې وم، یا که چیرې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې مې خپلې جامې پاک نه شو ساتلی او یا مې ونشو کولی خپل جامې واغوندم، یا که چیرته خبرې مې تکراري وې نو مهربان اوسه او درک مې کړه.

او هغه وختونه دې په یاد راوله چې د ورځې څو څو ځله مې جامې درته اغوستلې، ستا د خوشالۍ او ویده کیدو لپاره به دې ته اړ کیدم ترڅو تاته څو څو ځله کیسې ووایم.

که چیرته زه د ځان وینځلو لپاره حمام ته نه تلم نو ما ته بد رد مه وایي.

کله چې مې دنړۍ د پرمختـــګونو درڅخه پوښتنه وکړه نو ما مه سپکوه که چیرته مې په خبرو کې بندښت راتله نو مه غوسه کیږه.

کله چې مې ویل چې نه غواړم ژوندۍ پاتې شم غواړم چې مـــړه شم نو بیا هم مه غوسه کیږه.

یوه ورځ به خپله پوه شې چې زه دې ترڅنګ مزاهمه یم نو د ستړیا احساس مه کوه او لاسنــــیوی مې وکړه څنګه چې ما ستا لاسنیوی کړې وه.

مور ده چې انسان ته په ژوند کې الله تعالی یوځل ور په برخه کوي.

نو په دې نړۍ کې دمور پالنه وکړئ څو د دنیا او آخرت ښیګڼې مو په نصیب شي.

لیکوال: ادریس اصغري