fbpx

د شملزو ګمرګ د زابل تر ټول لويه عايداتي منبع

خبريال ډاټ کام/۲۰۱۹ډيسمبر ۱۵- په زابل کې ميشت قومونه او اولس له افغان دولت څخه غواړي چي د دې ولایت د شملزو ولسوالۍ د جنګ برج په سیمه کې دي ګمرک جوړ کړي ترڅو د یاد ولایت د خلکو اقتصادي حالت ورسره ښه شي.

د زابل خلک په ځانګړي ډول د سیوري ، شنکۍ ، اطغر، شملزایي او نوبهار اوسیدونکي له مرکزي دولت څخه غواړي چي د شملزو ولسوالی اړوند د جنګي برج په سیمه کې دې د هغه ګمرک د جوړیدو چاري پيل کړي چي څو میاشتی وړاندې يي ولسمشر محمداشرف غني په خپل سفر کې چي دې ولایت ته يي درلود هم ژمنه کړي وه چي ژر تر ژر به دیاد ګمرک چاري په عملی ډول پيل کړي.

خو لاتراوسه د دې ګمرک د جوړيدو څرک نه تر سترګو کیږي دسیمي له مشرانو څخه حاجي عبدالجبار هوتک او حيات الله خان په ګډون څو تنو ولسي مخورو خیريال ډاټ کام ته وويل چي د ګمرک د جوړیدو سره سم به د دې ولایت د خلګو د اقتصادي حالت د ښه شې او د دې تر څنګ به د دولت بودجه هم له دې لاري لوړه شې

قومي مشر عبدالجبار هوتک زياتوي چي ډيری وختونه پر همدي لار په غیرى قانوني ډول تجارتي مالونه راواردیږي.
نوموړى همدا راز وايې چي له یوې خوا به د قاچاقي مالونو د راواریدولو مخه ونیول شي او له بلي خوا به له دې لاري د دې مالونو مالیه د دولت بودجی ته ورسيږي .

ياد مشران وايي چي د یاد ګمرک د جوړیدو لپاره پوره پنځه کاله کیږي چي په طمعه يي دي او د دې ولایت ولسي استازي هم یو او بل ډول وعدې ورکوي خو تر اوسه هيڅ نه لیدل کیږي.

بل خو د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان وايي چي د ګمرک د جوړیدو لپاره يي له مرکز څخه هیئت راوغوښتی او سیمه يي له نژدي ورباندي وکتلي نوموړي وايي چي په دې برخه کي څه سیاسی لاس وهني وې چي هغه ستونزي يي هم هواري کړي دي خو یواځي د سیمه ایزي اردو د یو کنډک جوړیدو ته اړتیا ده چي پر هغه هم کار روان دي.

حقبیان زياوتوي چي اوس د سیمي د خلګو همکاری ته اړتیا ده ترڅو دا چاري ژر پیل شې.

زابل یو له هغو ولایتونو څخه چي ډيری وګړي يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو د ګمرک په جوړیدو سره به ډيری وګړیو ته د کارکولو زمینه هم برابره او اقتصادي وضيعت به يې ښه شې.

محمدنعیم( ستوری)
زابل