fbpx

افغانستان کې د غرونو نړیواله ورځ ونمانځول شوه

خبریال ډاټ کام/۲۰۱۹ډسمبر ۱۵ -افغانستان کې د غرونو له نړیوالې ورځې نمانځنه وشوه.
افغانستان یو غرنی هېواد دی او ډېری اوسېدونکي يې هم په غرونو کې اوسیږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې, اوبو او برېښنا وزارت, د افغانستان د ژوو د ژغورونکې موسسې, نړیوالو سازمانونو او د کابل پوهنتون استادانو په حضور کې د غرونو نړیواله ورځ ونمانځله.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی, چې 75 سلنه خاوره یې غرونو نیولې ده او دا غرونه د دې هېواد یو طبیعي امتیاز ګڼل کیږي.
د غرونو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د انسانانو په ژوند کې د غرونو رول مهم او حیاتي وبلل او زیاته یې کړه: «غرونه د انسانانو د ژوند اساس جوړوي. ځنګلونه، څړځایونه، طبي نباتات، اوبه، معدنونه، وحشي ژوي او کنګلونه ټول په غرونو کې دي او سرچینه یې غرونه دي.»

هغه دغه راز وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د جلغوزې، پستې او چهارمغزو د نیالګیو کېنولو له لارې د ځنګلونو د بیارغونې او د وحشي ژویو د سیمو د تنظیم او دغه راز د څړځایونو د جوړولو په پآر برنامې لري.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وویل، چې غرونه له اقلیم او ایکو سیسټم سره پېچلي اړیکې لري چې باید پام او ساتنه يې وشې او سرشارو سرچینو ته زياته پاملرنه ووشي.

هغه زیاته کړه: «غرونه دحمایتي چوپړتیاو، د محصولاتو وړاندې کولو، د کنګلونو او د اوبو سرچینې دي.»
په ورته وخت کې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو مشر فایز الرحمن عزیزي وویل: «غرونه د اوبو سترې سرچینې، د کنګلونو د اوبو زېرمې او د برېښنا د ایجادولو سترې سرچینې دې. د اوبو جریان د کرنې، اوبولګولو، طبي نباتاتو او د برښنا د تولید لامل کيږي.»

د ترسره شوو څیړنو په اساس 85 سلنه خوږې اوبه چې د څښلو او کرنې لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي, له غرونو سرچینه اخلي.
د سروې له مخې د افغانستان 90 سلنه ځنګلونه په غرونو کې دي او دا غرونه د مالدارۍ لپاره یوه ښه سرچینه ده.
دغه راز د ویلو ده, چې 50 سلنه څړځایونه غرونه تشکیلوي او ډېر خلک په ځانګړې توګه کوچیان خپل مالونه او څاروي د څرولو لپاره غرونو ته بیایي چې دا غرونه د مالدارۍ د پرمختګ او ودې په برخه کې خورا زیات اهمیت لري.
د ډسمبر یوولسمه د غرونو نړیواله ورځ نومول شوې, چې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کیږي.

ممتاز الهام