fbpx

په ننګرهار کې د چرګانو يوې نوي فابريکې په کار پيل وکړ

خبريال ډاټ کام / ۲۰۱۹ ډيسمبر ۱۵- داسې ښکاري چې افغانستان اوس د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ورو ورو د ځان بسیاینې پر لور روان دی.
په دغه برخه کې د دولت تر څنګ د خصوصي سکټور هڅې د پام وړ دي.

تازه په ننګرهار کې د چرګوړو د تولید یوې فابریکې پر فعالیت پيل و کړ، چې ددې فابریکې د فعالیت په پیلېدو سره به له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.

د مسوولینو په خبره، دا فابریکه هره میاشت د شپږسوه زرو چرګوړو د تولید ظرفیت لري، چې له مخې به یې په کور د ننه د چرګوړو تولید پراختیا پیدا کړي.

دفابریکې مسوولین ژمنه کوي، چې د حکومت دهمکارۍ په نتیجه کې به په کور دننه د چرګانو روزنې لپاره ډېر هڅې وکړي.
د حبيب حسام په نوم د دې فابريکې مشر د فابريکې د پرانېستې پرمهال وویل، تر پخوا په کور دننه د چرګانو د روزنې برخې ته پام ډير شوی او دغه ډول هڅې کولای شي، له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راولي.

حسام زياتوي، که څه هم حکومت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره پروګرامونه لري او ځیني يې عملي شوي هم دي، خو نیوکه یې دا ده چې د حکومت په دننه کې ځينې کړۍ شته چې د سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس ضمير بهسودی ددې فابریکې د پرانیستې پر مهال رسنیو ته وویل، هڅې یې روانې کړې دي. څو د چرګانو د تولید او روزنې په برخه کې خصوصي سکټور ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، چې په دې ډول به ددې چرګانو په بیو کې هم کموالی راشي او د اقتصادي ودې لپاره به خورا کټور تمام شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس دغه راز وویل، د دې نوې فابریکې په جوړښت سره به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.
نوموړي همداراز وویل، په د هیواد په کچه د تولید او صنعت په برخه کې پانګونه کولای شي چې د نورو هیوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډي هېواد پاکستان د بې کیفته توکو څخه مخنیوی وکړي.
افغانستان دمګړۍ د نورو وارداتو تر څنګ یوه لویه برخه چرګان او هګۍ له پاکستان څخه واردوي، چې د سوداګرو په وینا د حکومت د همکارۍ په پایله کې به خصوصي سکټور خپلې هڅې لا چټکې کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا ډول فابریکې کولای شي چې د کاري زمینو برابرولو، په ځان بسیاینې او د چرګانو د فارمونو په تقویه کې اساسي رول ولوبوي.

د چرګانو روزنه کې څه هم له پخوا زیاته شوې، خو د پلور کموالی یې سوداګر لویه ستونزه ګڼي او غوښتنه کوي چې د بازار پیاوړتیا لپاره دې حکومت ورسره همکاري وکړي.
په ننګرهار ولایت کې دمګړۍ د چرګوړو د تولید څو کارخونې په فعالیت بوختې دي، چې ګڼو هېوادوالو ته یې د کاري زمینې د مساعدولو تر څنګ د هېواد په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت اقتصاد ته ډېره ګټه رسولې ده.

ممتاز الهام