fbpx

د قیصاري ماڼۍ ونیول شوه، دی ورک دی

 

افغان کوماندویانو د ازبک ملیشو د باغي کوماندان نظام الدین قیصاري ودانۍ نیولي خو نوموړی تری تم شوی دی.

قیصاري په مزار شریف ښار کې په غلاوو، انسان کړولو، شوکو، تښتونو او نورو جرمونو تورن دی.

هغه چې په خټه د فاریاب د قیصار دی، څه موده دمخه د افغان پوځ یو جنرال  ته په عام محضر کې د اخطار په جرم ونیول شو چې څو اونۍ په کابل کې بندي وو او وروسته د مشرانو په ظمانت آزاد کړای شو.

ولسي افغانانو د هغه د آزادیدو په غبرګون کې پر افغان دولت نیوکي وکړی او هغه یي یو متکرر جنایت کار باله.

پرون ماښام افغان ځواکونه د قیصاري د نیولو دستور په لاس مزار ښار کې هغې ودانۍ ته ورغلل چیرته چې نوموړی له خپلو څه نا څه ۲۰۰ تنو وسله والو سره ځای پر ځآی وو.

په یادو عملیاتو کې چې مشري يې افغان کوماندو ځواکونو کوله افغان پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو هم ملاتړ کونکی رول درلود.

دا د افغانستان په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د یوه یاغي کوماندان د نیولو لپاره له ځانګړو ځواکونو، هلیکوپټرو او بي پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی دي.

د قیصاري د ملیشو  په نښتو کې لږ تر لږه ۵ افغان سرتیري شهیدان شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

افغان  ځواکونو په وار وار قیصاري ته اخطار ورکړ چې باید په سولیزه توګه تسلیم شي لیکن هغه په ځواب کې د افغان پوځ یو هاموي ګاډي باندي د راکټ لانچر برید وکړ چې پکې یو شمیر سرتیري شهدیان او ټپيان شول.

قیصاري د ورځي په سر کې جنرال دوستم په دغه دسیسه کې ښکیل وبلل خو وروسته بیا د بشیر ته پنج په نامه یوه بل ازبک مشر دا تور رد کړ او خبر یي ورکړ چې جنرال دوستم به خپل قومي ( ازبک قیصاري) د افغان ځواکونو لاس ته ور نه کړي او دی به یي وژغوري.

خو اوس د عملیاتو په پای ته رسیدو سره معلومیږي چې قیصاري په دغه ودانۍ کې نه شته .

یو شمیر ناتاید شوي رپوټونه کاږي چې کوماندویان وروسته له ساعتونو جګړو وتوانیدل چې د قیصاري کور ته ننوزي خو نوموړی یي نه دی موندلی.

د بلخ د امنیت مشر ویلي چې دوي عملیاتو کې برخه نه درلوده او هر څه د افغان کومانډو ځواکونو له لوري سمبالیدل.

اوس مهال د قیصاري په لسګونو وسله والي ملیشي چې ژوبل او روغ دي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي خو د نوموړی پته نه لګیږي.

د افغان ملي امنیت شورا یوې سرچیني د موضوع د حساسیت په سبب خپل نوم پټ وساتل او خبریال ته یې وویل چې ښایي قیصاري د بلک هاک افغان چورلکي په برید کې وژل شوی وي.

چورلکو وروسته له هغه د ودانۍ دوم پوړ په ماشیندارونو په نښه کړ چې د قیصاري ملیشو د افغان ځواکونو په کمربند د اس پي جي ناین او ۸۲ ملي متري توب ګزارونه وکړل.

په یادو بریدونو کې یو شمیر ګرد چاپیر کورونه هم خراب شوي او یو شمیر خلک چې شمیره یي نده معلومه ژوبل شوي هم دي.

د برید دستور افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت شورا مشر حمد الله محب ورکړی وو.

په دغه دستور کې د یاغي قیصاري د ژوندي نیول کیدو غوښتنه شوي وه نو ځکه افغان ځواکونو په ډیر احتیاط عملیات پر مخ بیول.

تر اوسه پوري دقیقه نه ده معلومه چې ایا قیصاري په ریښتیا هم وژل شوی  او که له برید سره سم له ودانۍ په تیښته بریالی شوی دی.

میرویس جلالزی