fbpx

کونړ کې د قیمتي‌ لرګیو مافیا !

خبریال ډاټ کام / که دلته دې مافیا باندې لږ کار ولره، نو ځانته دې کار وکته.

خبره دا چې، ما د ولسي سیاست خپرونه د کونړ د ځنګلونو د قاچاق په اړه او کونړ کې د نجارۍ جوړې شوې فابریکې په اړه کوله.

فابریکې ته لاړم یو بل خبریال هم راسره و، اول فابریکه کې هغه ځای ته لاړم چیرته، چې چارتراش ذخیره کېدل هلته هیڅ لرګي نه و، پداسې حال کې چې لسګونه موټر چارتراش ورته را وړل شوي و.

بل هوکړه د حکومت او فابریکې دا شوې، چې وزیرانو شورا حکم دی چې باید فاربکه کې دروازې، کړکۍ، څوکۍ او تختونه جوړ نه شي، که جوړیږي نو شرط به یې حکومتي اداري وي.

بل پدې فاریکه باید ۵۵ نیم میلیونه ډالر مصرف شي تر څو ټول معیارونه پوره کړي، پداسې حال کې چې اوس پرې له ۳ نه نیولې تر ۵ میلیونو پورې مصرف شوي.

معیارات یې دا، چې باید ټول عصري ماشینونه باید دوو میاشتو کې را وړل شوي وی، کوم چې له حکومت سره هوکړه شوي، خو اوس هیڅ ماشین نه و را وړل شوی.

لرګي ورته د شپې را وړل کېږي، چې خلک یې د فابریکې په نوم قاچاق ګڼي.

ریښتیا هم که قاچاق نه دي او د حکومت په حکم ځي نو د شپې ولي ځي؟ دا زما پوښتنه نه ده، د ټولو کونړو پوښتنه ده.

ما د دروازو او فابریکه کې د ټولو جوړو شویو توکو ویډیو واخیسته، خو یو دوه ماشینونه د فابریکې په یوه کُنج کې، پداسې حال کې ایښودل شوي و، چې پلاستیک پرې حوار او کار پرې چا نه کوه.

دا پورته ټول ذکر شوي موارد، کونړ والي، کرنې ریس، امنیه قومندان او عام ولسونه تایید او مني.

له اول نه تر اخره، د فابریکې مشر په ما پسې و، چې د دې ماشینونو ویډیو واخلم. ما ورته ویلي چې زما ډیر کار پاتې او هغه اخره کې اخلم.

کله چې مې د خپرونې لپاره وروستی انانس ثبت کړ او پکې مې وویل چې: ” بېلا بېلا نظریات مو واوریدل، فابریکه په هغو معیارونو چې له حکومت سره هوکړه ده نه ده جوړه شوي،  نېږي شپږ میاشتې اوړې خو عصري ماشینونه نه دي را وړل شوي، دروازې او کړکۍ ویل کېدل چې باید فابریکه کې جوړ نه شي، خو اوس ټول همدا توکې دي، هغه چې له فابریکې نه د باندې نجارانو کلونه وړاندې هم جوړل، دې فابریکې د هغوې کار خراب کړی، خلک بي روزګاره شوي، برعکس فابریکه وال وتیې، چې حکومت ام ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي، لکه امنیت او بریښنا”

دا زما اناس و، وروسته مې د هماغه ماشینونو د ویډیو هڅه وکړه، چې د فابریکې مشر شاه محمود زما مخالفت وکړ، ما ورته وویل که زه دا ویډیو وا نخلم او خپرونه نشر شي، ته په ما د عریضې حق لري، خو بیا یې هم ونه منله، ما بیا بیا هڅه کوله بالاخره هغه تیزې، بدې او ردې شروع کړې، دا ټول جنجال زما کمره کې ثبت دی.

وروستې برخه یې پرویز څرګند چې زمونږ خبریال ملګری دی هغې کمره کې هم ثبت کړې وه. ما تر اخره بدې ردې نه دي ويلي، پدې خاطر چې د ژورنالیست په حیث پاتې شم نه یو کنځل مار.

بیا ما موضوع خپل دفتر سره شریکه کړه او تصمیم دا شو چې لومړی باید خپرونه خپره او بیا دا موضوع وڅیړل شي.

تیره شنبې شپې ماښام شپږ نیمې بجې خپرونه خپره شوه.

موضوع د خبریالانو مصونیت کمیټې ته تللي او د خپل شوي توهین برسیره د لګول شوو تورونو پوښتنه هم ترې کوم.

څک دې هسې د تخریب او بندنامې ډول راپسې نه ډنګوې.

زه خبریال یم او قسم کوم چې هیڅ کله به دا مسلک خرڅ څه چې تور داغ به هم رانه پرې ونه لږیږي.

یادونه:

پدې موده کې فابریکې ولا راپسې دفتر ته جرګې را لېږلي، چې خیر دی دې موضوع نه تیر شه، پیسې د هیچا بدې نه شي، دوي راته د همدې وړاندیز هم څو ځل وکړ، ما وویل چې دا هیڅ امکان نه لري، ګني د دې خبرې شاهدان لرم.

بل دې فابریکې والا آن زما له پلار سره له کوم اړخه رابطه پیدا او ماته مې پلار زنګ ووهه چې دا جنجال حل کړه، ما ورته وویل، پلاره دا مې وظیفه ده شخصي ژوند نه، هیله لرم چې دې موصوع کې راسره کار مه لره، دا زما او زما د حیثیت موضوع ده او په لویه کې کونړ کې د فساد موضوع ده.

پدې خبرو مې پلار خواب کړی، نو د هیڅ چا پروا نه رازې، فیسبوک کې چې کومه ویډیو ورسره رنګا رنګ لیکل خپرې دا د هغوې کار دی، چې غواړې ما بندنام او فاسدینو بانډ قوي کړي او دا هغه اشخاص دي، چې ټول عمر د مدنیت او فساد خلاف شعارونه هم ورکوي.

زما هیله دا ده، چې شعار نه، راشئ ما وپوښتئ او فابریکې ولا هم پوښتئ چې پړ وړ معلوم شي.

لیکوال : ځايي خبریال محمد زمان سهیل