fbpx

ننګرهار کې د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی

خبریال ډاټ کام /۱۶ ډسمبر۲۰۱۹ ـ چارواکي ‌وايي له پاکستان څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه پاکستان ته د نشه يي توکو ترانزيټ ددې ولایت له غني خېلو ولسوالۍ کېږي، چې له امله يې دا ولسوالي د نشه يي توکو په نوم بدنامه شوې ده.

که څه هم سیمه ییز مسولین په یاده سیمه کې صفر ته  د نشه يي توکو د راټیټېدو خبر ورکوي، خو زیاتوي، چې دواړو هېوادونو ته له همدې لارې د نشه یی توکو قاچاق کیږي او دا ولسوالۍ په همدې نوم بدنامه ده.

د غني خېلو ولسوال وايي : ” په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کښت صفر دى، خو دا چې له پاکستان سره په ډيورنډ کرښه پرته ده؛ نو د نشه يي توکو ټول ترانزيټ له همدې لارې کېږي“.

د غني خېلو (شينوارو) ولسوال معلم معشوق دا څرګندونې د ليندۍ په ۲۴مه د دغه ولايت د بټي کوټ له ولسوال عبدالوهاب مومند سره په ګډه خبري ناسته کي و کړې.

وړاندې تر دې د نیمروز له لارې ایران او د بلخ او کندز ولایتونو له لارې د مرکزي آسیا هېوادونو ته د افغانستان له لارې د نشه یي توکو د قاچاق خبرونه ورکړل شوي وو.

د نشه یي توکو تولید او قاچاق د وسله والو ډلو او ګاونډیو هېوادونو یوه ښه عایداتي منبع ده، چې د خپرو شوو راپورونو په اساس وسله وال له همدې لارې مجهز او تقویه کیږي او بیا د افغانستان د حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

د یو شمېر هېوادوالو په باور که چیرې په افغانستان کې د نشه یي توکو د قاچاق لارې بندې شي، ممکن د نشه یي توکو هغه ناوړه نوم چې افغانستان یې په نړۍ کې لري، ترې لرې شي.

افغان حکومت هڅه کوي‌ چې نړۍ والي ټولنې ته دا ثابته کړي ‌چې،د نشه يي توکو خلاف یې مبارزه ګړندۍ روانه ده ، خو لا هم دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د نشه يي توکو کر او قاچاق د ځینو ځواکمنو امنیتي کسانو او هم دا ډول ځینو ټوپکوالو تر سیوري‌لاندي دوام لري .

د شنونکو په اند د هېواد هغه سیمې چې، د دولت وسله وال مخالفین پکې فعالیت ډیر لري، د نورو لارو ترڅنګ د نشه یي توکو د کر او قاچاق څخه هر کال په میلیونونو افغانۍ لاسته راوړي او د همدې لارې په لاسته راغلو پیسو وسلې او نور مالي امکانات برابروي.

دلته د نشه یي توکو د کاروبار د زیادښت له امله لسګونه ځوانان په نشو روږدي شوي او د ښار په واټونو کې پراته وي.

په ځلونو په دې ولایت کې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د نیول کېدو او د یوشمیر فابریکو د له منځه وړلو خبر ورکول شوی دی خو، لایې هم پایله مثبته نه لیدل کیږي.

راپور: ممتاز الهام