fbpx

دوه شپې عملیات خو قیصاري لا نه دی نیول شوی

خبریال ډاټ کام /۱۶ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ افغان امنیتي ځواکونو وړمه شپه په مزار شریف ښار کې د سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري پر کورعملیات پيل کړل څو نوموړی ونیسي، خو د قیصاري وسله والو ساتونکو له افغان ځواکونو سره مقاومت پيل کړ.

دغه مقاومت دوام پيدا کړ او افغان ځواکونو له هوایي ځواکه کار واخیست خوبیاهم بریالي نه شول.

راپورونه وایي، د اعلی سر قومندان په امر تیره ورځ په مزار شریف ښار کې پر سیمه اییز قومندان نظام الدین قیصاري د کومانډو ځواکونو له خوا هوایي اوځمکني عملیات هم ترسره کړل.

که څه هم امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یوشمیر سرچینو ویلي، قیصاري د افغان امنیتي ځواکونو له محاصرې وتلی او بیګاه شپه ناوخته شبرغان ولایت ته رسیدلی دی.

بل لورته امنیتي ځواکونه هم وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو تر بیګاه ناوخته د یوه غیرمسووله وسله وال قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات کول.

د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز بېګا ناوخته رسنیو ته وویلې، د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات روان دي خو په خبره یې تراوسه یې نه دی لیدل شوی.

ده ویلي، د قیصاري د کور شاخوا سیمو ته د شپې تصفیه روانه وه او په خبره يې جګړه هغه مهال جګړه دریدلې وه.

فایز زیاته کړه چې، قیصاري شاوخوا یو نیم سل ناقانونه وسله وال لري او د خلکو کورونه لوټي او زورواکي چلوي.

خو بل لورته مزار شریف ښار کې د سیمه ییز قومندان قیصاري ګاونډیان وایي، دې عملیاتو شاوخوا کورونو کې میشت ولسونه سخت اندیښمن کړي او ډیری یې له دې ځایه ووتل اوکورونه یې له ویرې پرېښودل.

د دې لانجمنې مسئلې د حل لپاره ویل کیږي جنرال دوستم هم خپل استازی بلخ ولایت ته لیږلی وو خو وایي، خبرو یې مثبته پایله ورنکړه.

سیمه ییز قومندان قیصاري چې، پخوا د جنرال عبدالرشید دوستم د ملیشه وو قومندان وو څه موده وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ونیوه او شاوخوا شپږ میاشتې په کابل کې د ملي امنیت له خوا ساتل کېده.

هغه یې په دې تور نیولی وو چې، د خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د خپلو ناقانونه وسله والو په مټ زورواکي چلوي.

خو وروسته خوشې او بیا یې سږنیو ټاکنیزو منډو ترړو سره سم بلخ ته مخه کړه اولاړ او له هغه ځایه د خپل مشر دوستم سره مخالفت وکړ.

نوموړي د ولسمشرۍ په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل ملاتړ کاوه او نبیل هم له همدې امله پر ولسمشر تیره ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې نیوکه کړې وه چې، ولې یې د قیصاري دنیولو په خاطر دهغه پر کور هوایي بریدونه کړي.

کورنیو چارو وزارت د روانې قوس میاشتې په لومړیو کې د قیصاري د دوسیې د بیا پرانیستلو اعلان وکړ او د نیولو هڅې یې دوه ورځې مخکې پيل شوې خو لا هم نه دی نیول شوی.

راپور: ف ، م