fbpx

ننګرهارکې د پاکستانیوکلدارو پرضد جدي کمپاین دوام لري

خبریال ډاټ کام/  ننګرهار ولایت کې د پاکستانیو کلدارو د چلښت د مخنیوي په اړه د چارواکو جدي او خوندور کمپاین دوام لري.

والي شاه محمود میاخیل وړمه ورځ په یوه غونډه کې وویلې چې، له یکشنې وروسته هیڅوک پاکستانیوکلدارو سره دولتي ادارو ته نشي ننوتلای.

هغه ویلي وو چې، د پاکستانو کلدارو کارو نه یواځې د افغانيو ارزښت کماوه بلکې هیوادني اقتصاد ته یې هم لوی زیان رساوه.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خبریال ډآټ کام ته وویلې، د پاکستانیو کلدارو دبندښت پریکړه جدي ده او په اړه یې عملي کمپاین هم دوام لري.

دی وایي د دې اقدام په عملي کولو کې لومړی پردولتي ادارې او کارکوونکویې او بیا وروسته پر ټول ولس عملي کیږي.

د پاکستانیو کلدارو دا ډول خوندور کمپاین له ننګرهار ور اخوا په خوست ولایت کې هم دوام لري.

له دې کمپاین سره هم مهاله د افغانیو د ترویج پیغامونه هم ورکول کیږي.

په دواړو ولایتونو کې د اسعارو د تبادلې مارکیټونو او صرافانو ته نوي افغاني بانکنوټونه ورکړل شوي څو پر مټ یې پاکستانۍ روپۍ بنده او راټوله شي.

ننګرهار او خوست دواړه سرحدي ولایتونه دي چې، پکې له دې وړاندې پر پاکستانیو کلدارو په ازادانه ډول راکړه ورکړه ترسره کېده.

اوس هم په دې ولایتونو کې راکړه ورکړه دوام لري خو چارواکي وایي، ډیر ژر به د پاکستانیو کلدارو پر چلښت په پورته توګه بندیز ولګول شي.

دوی وایي، هرڅوک چې، دولایت له پریکړې سرغړونه و کړي قانوني چلند به ورسره ترسره شي.

ولسونه هم د چارواکو له دې پریکړې هرکلی کوي خو وایي، باید دا اقدام عملي شي نه دا چې، دتیرو کمپاینونو په څیر نیمګړی پاتې شي او بیا پر پاکستانۍ کلداره راکړه ورکړه په ازادانه ډول پيل شي.