fbpx

فساد او پر وړاندې یې مبارزه!

فساد لکه د اوسپنې زنګ، چې ورو ورو اوسپنه خوري او له منځه یې وړي.

فساد هم همداسې وبوله، چې ورو ورو به د سیستم بنیاد نړولو ته لار پرانیزي.

په هېواد کې د نظام او حکومتولۍ د پٍياوړتیا لپاره د فساد د جرړو ایستل تر ټول غوره او اساسي لار ده.

اوس لازمه دا ده، چې د فساد د له منځه وړلو لارې چارې وموندل شي، یوه یې هم د فساد پر وړاندې د خلکو یو کېدل دي، هغه څه چې ولسمشرغني نن د فساد پر وړاندې د مبارزې په کلنۍ ملي ناسته کې وویل چې په تېرو حکومتونو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې عمومي اجماع شتون نه درلود، چې اوس د دغې پدیدې له منځه وړلو لپاره اجماع شته.

په دولتي ادارو کې د ټکنالوژۍ حاکمول د فساد پر مخنیوي خورا مثبت آغېز لري، که څه هم دمګړۍ ډېری دولتي کارکوونکي له یو شمېر نوو او پر مختللو سیستمونو او دغه راز د ټکنالوژۍ له حاکمیت سره مخالفت ښيي، خو خبر نه دي، چې همدا سیستمونه زموږ د خلکو او دخاورې په خیر دي.

زورواکان یو بل ستر ګواښ دی، چې د فساد حاکمیت او د فساد تقویې او پیاوړتیا په هڅه کې دي.

د اوسني نظام یوه هڅه به دا وي، چې د زورواکانو لاسونه لنډ کړي او د فساد پر وړاندې مبارزه نوره هم غښتلې کړي.

ولسمشر محمداشرف غني د روان لمریز کال د قوس په ۲۴مه د زمري پیکان د نیولو امر ځکه ورکړ، چې نوموړي په کورنیو چارو وزارت کې فساد ته لمن وهلې وه او په ځینو مهمو قضیو کې یې لاس درلود.

له دې سره په یووخت  امنیتي ځواکونه د نظام الدین قیصاري په نیولو پسې بلخ ته لاړل.

موږ تر پخوا اوس په یوه ښه حالت کې یو، دمګړۍ ډېری سیسټمونه اصلاح شوي، قوانین رامنځته شوي او ایجاد شوي، تر ډېره بریده په ملکي او امنیتي برخو کې د خیالي کارکوونکو مخه نیول شوې، لسګونه هغه لوړپوړي چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو, په جزا رسېدلي او په ادارو کې د استخدام پروسه کې روڼتیا رامنځته شوې ده.

د عایداتې سرچینو لکه ګمرکونو سم مدیریت او همداراز په شفافه توګه د ماليې ټولولو بهیر  د فساد له منځه تللو خورا مهم عوامل دي.

په کابل کې د امریکې سفیر که څه هم په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزې څخه راضي نه دی خو موږ په دې برخه کې هغه مهال د نړیوالو قناعت حاصلولی شو، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه ۱۰۲ شاخصونه چې له نړیوالو سره یې د عملي کولو ژمنه شوې وه عملي کړو، که څه هم ۸۲ یې عملي شوي او د نورو د تطبیق لپاره یې هم باید هلې ځلې وشي.

د شفافیت نړیوال سازمان تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه ستایلې وه. د یاد سازمان د تېر کال د درجه بندۍ په اساس افغانستان له ۱۷۷مې درجې ۱۷۲ درجې ته پورته شوی و.

ممتاز الهام