fbpx

د ایران په لاریونونو کې ۳۰۴ تنه وژل شوي

خبریال ډاټ کام/ په یوه تازه راپور کې د بښنې نړیوالې ادارې ویلي چې، د ایران په اوسنیو لاریونونو کې ۳۰۴ تنه وژل شول دي.

یادې ادارې په ایران کې د ډیرو نورو خلکو په اړه هم اندیښنه ښودلې ده.

رپوټ کې ویل شوي ایراني چارواکي غواړي پر لاریون کوونکو د فشار په او ظلم په وسیله د خبریالانو، انساني حقونو مدافعانو او زده کوونکو غږ چپ کړي.

په ایران کې په دې وروستیو کې دبې کارۍ له امله ولسي خلک سخت په تنګ راغلي او دحکومت پر ضد راپورته شوي دي.

دا اداره وايي، ایران کې ایرانی حکومت نیول شوي کسان سخت وهي او شکنجه کوي یې  اوبد چلند ورسره کوي.

ایران کې د معلوماتو له مخې د تیرې عیسوي نومبر میاشتې  له ۱۵ تر ۱۸ د ایران د حکومت پر ضد سخت لاریونونه پيل شول چې، پر وړاندې یې امنیتي ځواکونو کلک غبرګون وښود او پر مهال یې نږدې ۳۰۴ کسان ووژل شول او زرګونه ټپيان شول.

خونږدې دوه اونۍ وړاندې دې ادارې بیاپه یادو لاریونونو کې د ۲۰۸ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

د ایراني چارواکو تراوسه د وژل شویو د شمېر په هکله څه نه دي ویلي.

د بښنې نړیوال سازمان مشر فلېپ لوتر وايي، ایراني چارواکي دي لاریون کوونکي نه ځپي او ژر دې خوشې کړي.

هغه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د شورا له لارې د نړیوالې ټولنې د سملاسي ګام غوښتنه هم کړې ده.

دا نړیواله اداره وايي، ایراني رسنیو د لاریونونو په دریمه ورځ د ایراني چارواکو له قوله له زرو  د ډیرو کسانو دنیولو خبر ورکړی وو.

خو بل لورته د ایران د پارلمان بیا د ۷ زره کسانو دنیول کیدو خبره وکړه.

ایران کې دا لاریونونه د تېلو بیې د چټک پورته کېدو لامله راپورته شوې خو وروسته ایراني چارواکو د لاریونوالو پر ضد کلک غبرګون وښود او د لاریون ګډونوال یې پردي مزدوران اوخائنین یاد کړل.

حکومت ویلي ، هغه کسان چې، په لاریون کې ګډون کوي د دې هېواد نه د پردیو هېوادونو په اشاره دا کارکوي.

خو د ایران دا غبرګون چې، په دې هېواد کې یې د لاریون کوونکو پر وړاندې ښودلی نړیوال غبرګونونه هم لر.