fbpx

په ټاپې پروژې بيا کار پيليدونکی دی

خبريال ډاټ کام- ټاپې پروژه چې د افغانستان ترکمنستان، پاکستان، او هندوستان ګډه پروژه ده. اوس تازه تازه چارواکو رسنيو ته ويلې چې ډير ژر به دغه پروژه په کار پيل وکړي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير متقي نن رسنيو ته وويل چې د ټاپې پروژې اوړند څلور هوکړه ليکونه يې لاسليک کړي دي.

دغه هوکړه ليکونه د ځمکو د استملاک، له استملاک څخه استفاده او د ګازو او ترانسپورټ په برخه کي دي.

عبدالقدير متقي زياته کړه چې د ټاپې پروژې په برخه کې ځينو نړيوالو کمپنيو او پانګوالو هم د مرستي ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي متقي وويل چې د ځنيو نړيوالو مرسته کوونکو تر څنګ د اسيا پرمختيايې بانګ هم د دې پروژې د تميول په برخه هيله مندي ښکاره کړي ده، د هغه په خبره چې دا به د ټاپې پروژې د دوام او د دې پروژې د سرته رسيدو لپاره ډير ګټور تمام شې.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدلقدير متقي دا هم وويل چې ددې هوکړه ليکونو وروسته به ډير ژر په دې پروژه کار پيل شي.

د ټاپې پروژې د پيليدو خبري کال وړاندي هم ګرمي وې. چې چارواکو هغه مهال هم ورته ژمنې کړې وې.
خو اوس داسې ويل چې ددې پروژې ډيري برخې بشپړي شوي، د ماين سروې او تخنيکې کارونه يې هم سرته رسيدلي دي.

ټاپې پروژه چې د څلور هيوادنو افغانستان، ترکمنستان، پاکستان، هندوستان هيوادونو تر منځ ګډه پروژه ده. د دغې پروژې له لارې به ګاز له ترکمنستان هيواد څخه افغانستان او له افغانستان څخه وروسته بيا پاکستان او هند ته ليږدول کيږي.

ټاپې پروژې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۳ (ه ل ) کال کې د امريکايې کمپنۍ له خوا په کار پيل وکړو، خو په افعانستان کې د کورنيو جنګونو له امله يې کار په ټپه ودريده.

خو د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ټاپې پروژې د پيليدو لاسليک بيرته له سره وشو.

ټاپېـپروژه چې په سيميزه کچه د اقتصاد له پلوه خورا اهميت لرونکي پروژه ده.

ددغې پروژې له امله به افغانستان ۰، ۶ ميليارده متره مکعب ګاز په وړيا قميت ت لاسه کړي.
او دې پروژې له درکه به زرګونه افغانان په کار وګمارل شې.