کور پاڼه / خبرونه / د برېښنا پرې شوي مزي بېرته ونښلول شول

د برېښنا پرې شوي مزي بېرته ونښلول شول

د برېښنا شرکت وايي په بغلان کې د وسله والو طالبانو له خوا په بمونو الوځول شوې برېښنا د پايې پرې شوي مزي بېرته وصل شول.

 په بغلان کې د برېښنا شرکت رییس سلطان احمد عزیزي وویل، چې پرون له غرمې وروسته د دوی کارکوونکي وتوانېدل چې د چپه شوې برېښنا قطع شويو مزو د بېرته وصل کار پیل کړي.

عزیزي زياته کړه، کابل ته یې د چپه شوې برېښنا پايې یواځې یو سرکټ مزي په ٥:٤٠ بجو وصل کړل، چې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا یې کابل ته ولېږدوله او د یوه بل سرکټ مزي د نښلولو لپاره کارکوونکي پر کار بوخت دي. د هغه په وينا، د چپه شوې ستنې د غورځېدو له امله په خوا کې يې بله د برېښنا پايه هم اغېزمنه شوې او امکان شته چې هغه هم چپه شي، خو اوسمهال یې د برېښنا مزي په موقت ډول تړلي او د پايې د درېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا شته چې په راتلونکو څو ورځو کې به تر سره شي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …