کور پاڼه / لیکنې / غلیمه په دي پوه شه چې د افغان ځواکونو ترشاه ولس ولاړ دي …..

غلیمه په دي پوه شه چې د افغان ځواکونو ترشاه ولس ولاړ دي …..

پاکستان پوځیانو او ملېشه داسي فکر کاوه چې کواګې د دوي په څير به له افغان ځواکونو څخه هم خلک نارضه وي او تر شاه به يي ونه دریږي او دوي چې هر څه وغواړي هغه به د ډیورنډ د کرغیړنې کرښي په اوږدو کې په ډاډه زړه ترسره کړي ، خو اوس به ورته معلومه شوي وي چې د افغان ځواک ترشاه ولس ولاړ دي او هيڅکله يي يواځي نه پریږدي.

دا چې ولس ولي د افغان ځواکونو تر شاه ودریدو د دي خبري ترشاه ډيري خبري شته . هغه دا چې افغان ځواک تل د ولس د سوکالۍ ارامتیا او خوښي لپاره اقدامات کړي او کوي يي .

بله دا چې افغان ځواکونه پرته له کوم تبیض او تعصبه په افغانستان کې د مېشتو قومونو له منځه جوړ شوي ځواکونه دي چې ولس يي پرته له کوم تبعیض او تعصبه خپل اولاد ګڼې نو ځکه يي تل ترشاه ولاړ دي . او د دي سربیره ګڼ نور لاملونه هم لري

خو ولس بیا په ډيره دلسچپې سره د پاکستان د مختورنه پوځ او ملېشه وو پروړاندي د افغان ځواکونو ترشاه ودریږي هغه ځکه چې ولس ته هم دا څرګنده شو يده ، چې پاکستان تل د ډيورنډ د فرضی کرښي په اوږدو کې د نړیواله او ګاونډي اصولو خلاف اقدمات ترسره کړي او ټول اوصول يي تر پښو لاندي کړي دي ، او تل يي افغانانو ته په سپکه سترګه لیدلي .

که څه هم پاکستان تل د ډيورنډ د کرښي په اږدو کې په بیلابیلو ولایتونو کې ناقانونه حرکوته کړي دي او لا يي هم په هڅه کې دي خو اوس به لږ څه ورته معلومه شوي وي چې افغان ځواکونه + ولس يي نوردغه ډول اقداماتو ته نه پریږدي او پروړاندي يي لکه سپر داسي اودریږي .

دا هر څه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ او ملېشه وو پر وړاندي په يوه خوله د افغان ځواکونو او ولس د دریدلو پور راپه زړه شول ترڅو يو څو کرښي پري توري کړم .

ولسونه دا وښوده چې د خپلې خاروي او حریم څخه د مقابلې لپاره تل د خپلو ځواکونو تر شاه ولاړ دي او هيڅ زور ته غاړه نه ږدي چې پر افغان خاوره تېري وکړي .

تاسو ته به بهتره معلومه وي چې په ځاې مېدان ولسوالۍ کې څه پېښي شول خو زه غواړم چې هغه څه درته دلته ولیکم کوم چې يي ما په اړه اوریدلي دي .

د ځاځي میدان د جنډې غر، ځونډي غر او نازو غره په سیمو کې پاکستاني ځواکونو له افغان ځواکونو سره جکړه پیل کړه چې وروسته د دغې ولسوالۍ د جګړې درې واړو موقعیتونو ته د افغان ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر د الګاډې، اکا کلي، میدان، اسکندرې، ډيری میلې او نورو سیمو خواوشا زر قومي ځوانان چې په سپکو وسلو سمبال وو، درې واړو غرونو ته ختلي وو او د افغان ځواکونو سره يي اوږه په اوږه د پاکستان ځواکونو مقابله کوله

په دغه نښته کې زما د معلوماتو له مخې پاکستاني ځواکونو ته سخته ماتي وکړه چې د دغې جکړي پایله کې د جنګ په سیمه کې د پاکستانیو ملېشو د مړو ۶ جسدونه هم پاتې شوي او یو کس يې ژوندی نیول شوی وو

که څه هم پاکستاني پوځ له سپکو او درندو وسلو ګټه پورته کړه خو بیا يي هم بریا په برخه نه شوه او ستره ماته يي ولیده

نو بیاد يادونه وکړم چې دا لومړي ځل نه دي چې پاکستاني ځواکونه د افغان ځواکونو او ولس د دغه ډول غبرګون سره مخامخ کیږي بلکې تر دي وړاندي يي هم غاښ ماتونکي ځواب ورکړي دي .

نو غلیمه په دي پوه شه چې د افغان ځواکونو ترشاه افغان ولس ولاړ دي

لیکوال : مدثر شینواري 

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

د پاکستان په زړه کې نوې فحشاخانه

پاکستانيان تل دا دعوه کوي، چې پاکستان د کليمې په زور جوړ شوى ملک دى، …

د افغانستان په سوله کې د چین ونډه

چین له افغانستان سره پر ګډه پوله پروت، د نړۍ له پیاوړواقتصادي هېوادونو له ډلې، …