کور پاڼه / لیکنې / پاکستان ولې پر ډيورنډ کرښه جنګ پيلوي؟
ځايي خلک هم د امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن پر ضد وجنګېدل

پاکستان ولې پر ډيورنډ کرښه جنګ پيلوي؟

تېره ورځ د پاکستان ملېشو د خوست ولايت ځاځيو ولسوالۍ کې پر ډېورنډ کرښه د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل، چې نه يواځې افغان امنيتي ځواکونه ورسره ډېر په مېړانه وجنګېدل، بلکې ځايي خلک هم د افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د پاکستاني ملېشو پر وړاندې وجنګېدل، چې يو افغان سرتېرى پکې شهيد او ٦ پاکستاني ملېشه پکې هلاک شول، د يو تن مړى يې له افغان ځواکونو سره پاتې شو او دوه تنه پاکستاني ملېشه افغان ځواکونو ژوندي ونيول، چې له هغې وروسته بيا د پاکستان له لوري د ډزبندۍ غوښتنه وشوه.

دا خو و د ځاځيو د جګړې خبر، چې تاسو به په خبريال کې لوستى وي، خو اوس دې خبرې ته راځم، چې پاکستان ولې پر ډېورنډ کرښه جنګ پيلوي؟ ايا په داسې حالاتو کې چې څو ورځې مخکې د پاکستان لومړى وزير کابل ته په يوه ورځني سفر راغى او دلته يې له افغان دولت سره په ډېرو خبرو هوکړه وکړه، بيا هم پاکستان پر ډېورنډ کرښه رااوړي او پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کوي، چې د دې لامل څه دى؟

خوست والي د افغان امنيتي ځواکونو د مورال لوړولو لپاره په نظامي درېشي کې ځاځيو ته لاړ

پاکستان ولې پر ډېورنډ کرښه جنګ پيلوي؟ له دې مخکې يوه بله خبره کوم، هغه دا چې د پاکستان پوځ او ملېشه يې کله هم د افغان امنيتي ځواکونو سره مخ په مخ جګړه نه شي کولاى. په دې اړه د دوه پېښو يادونه کوم.

لومړى چې کله په تورخم جنګ شو، نو پاکستاني پوځ او ملېشه هڅه کوله چې افغان لوري ته ځان راواړوي او په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه وکړي، خو افغان امنيتي ځواکونو پر پاکستاني پوځ او ملېشه داسې بريدونه وکړل، چې له ډېورنډ کرښې هم ورپسې ها خوا واوختل او تر دې پورې چې د پاکستاني پوځ يو لوړ رتبه پوځي يې هم ورهلاک کړ، چې بيا د پاکستان پوځ د خبرو مېز ته کېناسته او جنګ بند شو.

په سپين بولدک په اړه به تاسو د جنګونو خبرونه ډېر اورېدلي وي، ځکه د پاکستان پوځ ډېر ځله په سپين بولدک کې په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي، خو په وروستيو کې چې کله د پاکستان پوځ هڅه وکړه چې افغان خاورې ته راواوړي او په افغان خاوره کې پر پوستو بريد وکړي، نو افغان امنيتي ځواکونو خپله مېړانه وښودله او پاکستاني ټانکونه يې هم ويجاړ کړل، چې هغه وخت هم يو پاکستانى پوځي افغان امنيتي ځواکونو ژوندى نيولى و. له دې خبرو مې هدف دا دى، چې د پاکستان پوځيان له افغان امنيتي ځواکونو سره مخ په مخ جګړه نه شي کولاى، ځکه هر ځل چې يې هڅه کړې، نو تاوان يې په برخه رسېدلى دى.

د خوست يو ځايي اوسېدونکى، چې د افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د پاکستاني ملېشې پر ضد وجنګېد

خو يادو نښتو ته پاکستاني رسنيو رسنيز پوښښ ورنکړ، که يوې نيمې رسنۍ يې چرته خبر خپور کړى وي، نو څه نه شي ويل کېداى، خو د ځاځيو نښتې ته پاکستاني رسنيو پراخ پوښښ ورکړ.

اوس په داسې حالاتو کې، چې څو ورځې مخکې د پاکستان لومړى وزير هم کابل ته راغلى و، بيا يو ځل د پاکستان ملېشه دومره تکړه شوه چې د ډېورنډ کرښې څخه افغان لوري ته د رااوړېدو هڅه يې وکړه، دا ځل ولې بيا پاکستان دا هڅه وکړه، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره ونښلي؟

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتين تر مشرۍ لاندې روان دى، چې د پاکستان پوځ، استخباراتو او حکومت پر ضد يې ډېرې لويې لويې غونډې وکړې او د پاکستان پوځ ترې په لړزه راغلى دى، تر دې حده پورې چې د پاکستان پوځ د (پاکستان تحفظ مومنټ) په نوم د منظور پښتين پر ضد ډېرې غونډې هم، څه په خلکو په زور او څه په پېسو وکړې، خو هېڅ ګټه يې ونکړه.

د پاکستاني ملېشې له بريد وروسته د افغان امنيتي ځواکونو کومک ته نور سرتېري ورروان دي

نو له پاکستان څخه چې نوره لاره ورکه شوه، اوس يې دې ته مخه کړه، چې پښتانه د پښتنو پر وړاندې په جنګ واچوي او په دې کې خپل ځان ته خېر ولټوي، د پښتنو مخ دې لوري ته راواړوي، چې له افغانستان سره يې په غېر رسمي پوله باندې جنګ دى، نو په دننه هېواد کې د غونډو نه تېر شئ، راځئ چې د دوى پر ضد يو ځاى ودرېږو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر پيلېدو سره د لر و بر افغانانو ترمنځ تړون ډېر کلک شوى دى، ځکه چې د افغانستان په لږ و ډېر ټولو ولايتونو کې د ښکته پښتنو د ملاتړ لپاره غونډې روانې دي، همدا راز په اروپايي هېوادونو کې هم افغانانو د ښکتنو پښتنو لپاره غونډې وکړې، چې د لر و بر پښتنو مزي يې سره کلک کړل، نو پاکستان اوس هڅه کوي، چې د دوى ترمنځ په دې جنګ کرکه راپېدا کړي او دې خلکو ته ووايي، چې افغان پوځ خو زموږ سره جنګ کوي، نو ولې نه چې د دوى پر ضد ودرېږو؟

د پاکستان سره په جنګ کې د شهيد شوي سرتېري جنازې ته خوست والي اوږه ورکړې

نه يواځې په ټوله نړۍ کې، بلکې په پاکستان کې دننه هم ټولو پښتنو ته د پاکستان د پوځ رښتينې څيره معلومه شوې ده او د پاکستان د پوځ مورال له خاورو سره خاورې شوى دى، اوس د پاکستان پوځ هڅه کوي، چې په څه ډول د خلکو همدردۍ بېرته له ځان سره واخلي او خپل مورال لوړ کړي، نو ځکه يې په ځاځيو کې پر افغان امنيتي پوستو بريدونه وکړل او دې نښتې ته يې په پاکستاني رسنيو کې پراخ پوښښ ورکړ، تر څو داسې يو آوازه خپره کړي، چې افغان امنيتي ځواکونو پر پاکستان بريد کړى دى.

خو پاکستان او د پاکستان پوځ بايد په ياد ولري! چې پښتنو ته د پاکستاني پوځ رښتينې څېره معلومه ده، دوى اوس هېڅ کله هم د دوى په چلونو نه دوکه کېږي او د علي وزير خبره، چې په هر حالت به د پاکستان د پوځ سره حساب کتاب کېږي، نو د پاکستان د پوځ لپاره به ښه او غوره خبره دا وي، چې له دې کارونو دې لاس واخلي، که نه وي په کور به هم شرمېدلى وي او بهر خو هسې هم شرمېدلى دى.

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …