سعادات: زه هیڅ نه پوهېږم چې د چا په تصمیم او په کوم علت له دندې لرې شوی یم؟

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی ستر امنیتي مرستیال یا معین جنرال خوشحال سعادات وایي، چې د ولسمشر هر تصمیم او پرېکړې ته احترام لري، خو لاهم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی چې ولې او په کوم دلیل له دندې لرې شوی دی؟

خوشحال سعادات تېره شپه د شمشاد ټلویزیون سره په یوې مرکه کې وویل، چې نوموړی هغه مهال له کندهار ولایت څخه کابل ته د راتګ سره سم وغوښتل شو او ورته وویل شول چې تاسې له دندې ګوښه شوي یاست، خو هیڅ داسې وضاحت او دلیل ورته لاهم نه دی ورکړل شوی چې هغه پرې قناعت وکړي او هم یې پنځه ځلي ولسمشر غني سره د لیدني غوښتنه کړې، خو لاهم وخت نه دی ورکړل شوی.

نوموړي هغه راپورونه هم رد کړې چې ګواکې د قیصاري په کور د عملیاتو په پایله کې هغه له دندې لرې شوی دی، د “خوشحال سعادات” پر وینا د قیصاري په کور عملیات په بشپړه توګه قانوني وو چې امر یې هم له حکومت ترلاسه کړی و او د قانون په چوکاټ کې د قیصاري له کوره نږدې ۳۰ کسان د وسلو سره یوځای ونیول، د هغه پر وینا دا ورته توطیه نه وه نیول شوې، بلکې لاهم قناعت نه دی ورکول شوی چې په کوم دلیل ګوښه شوی دی.

خوسحال سعادات په دغې مرکه کې د افغان امنیتي ځواکونو په ظرفیتونو باندې هم خبرې وکړې او وې ویل چې دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کولی شي چې په یوازې ځان د هېواد دفاع وکړي د هغه پر وینا د افغان پوځ پر لیکو کې لوړ- لوړ ظرفیتونه شتون لري.

د خوشحال سعادات پر وینا د امریکا او بهرنیو ځواکونو پرته د ۲۰۱۴ کال راهیسې افغان امنیتي ځواکونو په خپل ظرفیت او تواني باندې د هر ډول سترو او وړو عملیاتو پلان ګزاري کوله، اجراعت یې کول پر وینایې چې دوی ته د امنیتي او کشفي ادارو له لوري معلومات په واک کې ورکول کېدل او پر خپله یې اقدامات کول.

سعادات زیاتوي، د امریکا په شمول ټولو بهرنیو ځواکونو یوازې په تخنیکي مسایلو کې له افغان پوځ سره همکاری کوله چې ښه مثال یې هوایی ځواک ته دالوتکو په واک کې ورکول، او د ضرورت پر وخت بهرینو ځواکونو له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې برخه اخیسته.

نوموړی وویل، چې له تېرو اتلسو کالو راهیسې په افغان پوځ کې خورا ډیر د وړتیاوو ډک ظرفیتونه شتون لري، د نویو ټیکنالوژیو سره بدلتیا لري چې حتا مونږ او نړۍ وال یې هم حیران کړي یو ځکه چې له ډیرې کمې همکارۍ وروسته افغان پوځ په هرڅه پوهیدل.

هغه وایي، زه ډاډ ورکوم چې افغان ځواکونه به په هر ډول شرایطو کې د افغانستان ساتنه کولی شي هیڅوک به پرینږدي چې له قانون سرغړونه وکړي.

خوشحال سعادات ټینګار وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له سیاست څخه مکمل لري پاتې شي، ځکه چې سیاسیون تل په افغان پوځ کې لاسوهنه کوي او غواړي چې په پوځ کې د مقررولو او لرې کولو پرمهال لاسوهنه وکړي.

سعادات د طالباتو او امریکایانو د تړون په هکله هم وویل چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې د هغه دا یوه مفکووه ده چې ګواکې طالبان د پردیو د لاس اله ده او په افغانستان کې استعمالیږي ځکه چې هر کال له نیولو او وژلو وروسته یې اتیا / اویا سلنه جنګیالي تازه کیږي.

خوشحال سعادات د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه هم خپل نظر وړاندې کړ هغه وویل، چې د دغو بندیانو د نیولو لپاره ملي امنیت ادارې ډیر زیات امکانات مصرف کړي و، افغان ځواکونو په بشپړه توګه تعقیب کړي و شپې او ورځې پسې ګرځیدلي او نیولي دي، هر یو د افغانانو په وژلو تورن شوي دي او د بې ګناه افغانانو وینه یې په لاس کې نیولي وه.

هغه وویل، د طالبانو هیڅ داسې تضمین نشته چې ارام به پر خپل کور کې کیني” زه اطمینان لرم چې دغه طالب بندیان به د خوشې کېدلو وروسته بیا د جګړو میدان ته ولاړ شي او د دښمن کرښه به نوره هم قوي کړي، د دوی وړاندې باید افغان پوځ مخکې له مخکې منسجم شي او خپلژ کرښې مظبوطې کړي.

خوشحال سعادات د مرکې په وروستۍ برخه کې افغان پوځ ته د پیغام په شکل وویل، د طالبانو پر وړاندې باید افغان ځواکونه د هیواد په ټولو ولایتونو کې ودریږي او د هېواد دفاع وکړي ځکه مونږ چې اوس یو پیاوړی قدرت لرو او په دې توګه باید د خپلې خاورې دفاع وکړي.

هغه وویل، د اورکم او اوربند پر مهال باید د سیاسیونو چارواکو احترام او د ولسمشر پریکړو ته احترام وکړي شي،خو د دښمن له لوري د برید پر مهال باید افغان پوځ له لوري سر سخته ځواب ورکړل شي.

جنرال خوشحال سعادات بیاهم په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې جنګسالران او زورواکان د قانون مجرمین دي او باید سخت اقدام ورسره وشي ځکه چې دوی د افغانانو پر وینه باندې په بهرنیو هېوادونو کې کاروبارونه حوړ کړي دي دي او باید ورسره د قانون په رڼا کې عمل وشي.

خوشحاله سعادات وویل چې افغان پوځ ته نور زورواکان دوی هیڅ چیلنج نه دی، بلکې نور یو هم نه شي کولی چې نوره زورواکي وکړي افغان پوځ یې پر وړاندې باید قاطع قانوني چلند وکړي..

د یادولو ده چې خوشحال سعادات په تېره جنورۍ میاشت کې د افغان حکومت د یوې ناڅاپي پرېکړې په پایله کې له خپلې دندې ګوښه کړی شو او پر ځای یې جنرال عبدالصبور قانع په دنده وګمارل شو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More