کور پاڼه / فلم او هنر / پاکستان کې بلوڅ هنرمند ډوډۍ غواړي
بشير بلوڅ ٥٦ کاله د هنر خدمت کړى او په ٨ ژبو کې يې سندرې ويلي دي

پاکستان کې بلوڅ هنرمند ډوډۍ غواړي

په پاکستان کې د بلوڅانو سره د ظلمونو داستان له دې هم معلومېدلى شي، چې په دغه هېواد کې يو بلوڅ هنرمند، چې له سلو څخه زياتې جايزې يې هم اخيستې دي، اوس يوې نوړۍ ډوډۍ پسې حېران دى.

سندرغاړي بشير بلوڅ چې ٧٠ کاله عمر لري، خپلې سل جايزې حکومت ته بېرته ورکړي او د دوه وخت د ډوډۍ غوښتنه يې ترې کړې ده.

نوموړي ٥٦ کاله د هنر خدمت کړى دى او په ٨ ژبو کې يې سندرې ويلي دي، خو اوس په کور کې دوه وخته ډوډۍ نه لري، هغه د پاکستان لومړي وزير او د څلور واړو ايالتونو وزيرانو څخه غوښتنه کړې ده، چې دوه وخته ډوډۍ دې ورته وکړي.

بشير بلوڅ ته نه يواځې دا چې د پاکستان تر ټولو لوړه جايزه (صدارتي اېوارډ) هم ورکړل شوى دى، بلکې له دې پرته ورته له سلو څخه زياتې نورې جايزې هم ورکړل شوي دي، خو دا بلوڅ هنرمند اوس دوه وخته ډوډۍ نه لري.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په بلوچستان کې د بلوڅ کلتوري ورځې نمانځلو لپاره د پنجاب څخه سندرغاړي راځي او دلته ورته په بنډلو بنډلو پېسې ورکوي، خو د بلوڅ هنرمندانو هېڅوک پوښتنه نه کوي.

نوموړى وايي، چې مخکې به ورته درې زره مياشتنى معاش ورکول کېده، چې اوس پرې هغه هم بند شوى دى. هغه د پاکستان لومړي وزير او د ټولو ايالتونو وزيرانو څخه غوښتنه کړې ده، چې زما ټولې جايزې دې بېرته واخلي، خو ماته دې دوه وخته ډوډۍ راکړي.

که غواړئ چې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه او ليکنې چټکې ترلاسه کړئ، نو د خبريال ايپ خپلو موبايلونو ته ښکته کړئ.

Loading...

بیا وګوره

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …

شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ …