کور پاڼه / جالب / د سامسنګ نوى ځيرک موبايل، چې هېڅ يقين به ونکړئ

د سامسنګ نوى ځيرک موبايل، چې هېڅ يقين به ونکړئ

که چېرته تاسو ځيرک موبايل لرئ او په هغې کې انټرنېټ کار نه کوي، يا هم غواړئ چې واى فاى ورسره کنېکټ کړئ او هغه ورسره هېڅ نه وصلېږي، نو بيا د ځيرک موبايل څه ګټه؟ تاسو به هم فکر کوئ چې داسې ځيرک موبايل به نه وي، خو اوس سامسنګ همداسې يو ځيرک موبايل خرڅلاو ته وړاندې کړى دى.

دا د سامسنګ ګلېسکي جى ٢ پرو نوى ځيرک موبايل دى، چې د انټرنېټ سره يې نه شئ وصل کولاى.

د سامسنګ شرکت وايي، چې دا ځيرک موبايل يې د زده کړيالانو او سپين ږيرو لپاره جوړ کړى دى.

د سامسنګ د خپور شوي راپور تر مخه، په دې ځيرک موبايل کې موبايل ډېټا لکه تهري جي، ايل ټي اي او واى فاى بلاک شوي دي، د دې ځيرک موبايل د جوړولو هدف دا دى چې زده کړيالان پر خپلو زده کړو تمرکز وکړي او د انټرنېټ ايپونو څخه ليرې واوسي، همدا راز دا موبايل د هغه سپين ږيرو لپاره هم جوړ شوى دى، چې هغوى د انټرنېټ سره هېڅ وصل کېدل نه غواړي.

يعنې ګوګل، انسټاګرام، ټويټر، فېسبوک، يوټيوب او دا ډول نورې ايپليکېشنې په دې موبايل کې نه شئ کارولاى.

خو دا ځيرک موبايل به نور کارونه هم د نورو موبايلونو په څېر کوي، لکه زنګ ترې وهلى شئ، پېغام ترې لېږلى شئ، انځورونه او ويډيوګانې هم پکې جوړولاى شئ.

دا موبايل نور هر څه کوي، خو يواځې انلاين پرې هېڅ نه شئ کولاى، د دې بيه ١٨٥ ډالر ده او اوس مهال يواځې په جنوبي کوريا کې خرڅلاو ته وړاندې شوى دى.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

جاپان کې يو روبوټ غواړي چې ښاروال شي

د ټېکنالوژۍ او روبوټونو د هېواد څخه تازه خبر دا راغلى دى، چې په دغه …

نیوزیلانډ:په یوه نوې څيړنه کې موندلې، رنګین کتابونه لوستل مو د زړه غم او خفګان له منځه وړي

د نیوزیلانډ هېواد څيړونکو په یوه نوې څيړنه کې موندلې، رنګین کتابونه لوستل مو د …