کور پاڼه / راپورونه / کابل-استانبول: د صادراتو هوايي دهلېز پرانېستل کېږي

کابل-استانبول: د صادراتو هوايي دهلېز پرانېستل کېږي

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه وايي، راتلونکي میاشت به د کابل او استانبول ترمنځ د صادراتو هوايي دهلېز پرانېستل شي.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت وویل، دا کار کولای شي د افغانستان او ترکيې ترمنځ سوداګري چې په دې وروستیو کې يې حجم کم شوی دی ډېره کړي.

افغانستان له دې وړاندې هم له هندوستان سره ورته هوايي دهلېز پرانېستی چې تېر کال يې له لارې په وخت هغه هېواد ته افغاني حاصلات او محصولات ورسېدل.

د افغانستان او ترکيې ترمنځ دا وخت د ۴۰۰ میلیونو ډالرو سوداګري ده چې ډېره برخه یې واردات جوړوي.

خو افغان حکومت هڅه کوي چې د صادراتو له ډېرېدو سره په هغه هېواد کې خپلو محصولاتو او تولیداتو ته ښه بازارونه پیدا کړي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

ايمل ولي خان: پي ټي ايم قامي غورځنګ نه دى، پاکستاني پوځ ډېرې قربانۍ ورکړي

ايمل ولي خان وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ قامي غورځنګ نه دى، د پاکستان پوځ ډېرې …

ملي دفاع وزارت د ۳۱ وسله والو د وژلو خبر ورکوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي د هیواد په بیلابیلو سیموکې د ۳۱ تنو وسله …