کور پاڼه / خبرونه / ارزګان کې ۶ وسله وال ووژل شول

ارزګان کې ۶ وسله وال ووژل شول

په ارزګان ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې یوه طالب قوماندان په ګډون ۵ وسله وال وژل شوي دي.

په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن جان نصرتي وايي په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د طالب قوماندان ملا اسدالله په ګډون، ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

نوموړي وویل دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند سیمو کې تر سره شوي دي.

نصرتي زیاته وي په یاده ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې یو تن وسله وال مخالف وژل شوی او دوه نور
ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …