کور پاڼه / راپورونه / په کوټه کې د برید پړه بیا داعش په غاړه واخیسته

په کوټه کې د برید پړه بیا داعش په غاړه واخیسته

د بلوچستان مرکز په کوټه کې د بریدونو مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

ځایي چارواکي وايي، په یاد برید کې دوه عیسویان ووژل او اووه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، بریدګرو له عبادتځي د وتلو پر مهال پر عیسویانو برید وکړ.

داعش ډلې پخپل رسمي ټلیګرام کې ویلي چې د خلافت سرتېرو کوټه کې د عیسویانو عبادتځی په نښه کړ.

له پېښې وروسته د عیسوي ټولنې اړوند خلک راټول شول او د ټیرونو په سوځولو سره یې سړک بند کړ.

د راپورنو له مخې دا په روانه میاشت کې دریم برید دی چې پر عیسویانو کېږي. له تېر ډیسمبر راهیسې په کوټه کې ۱۵ عیسویان په بریدونو کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د کوټې پر شاه زمان سړک پر عیسویانو برید شوی و، چې پکې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی و.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …