کور پاڼه / راپورونه / ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۰ قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۰ قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶‍۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل.

له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې د ۱۱ قراردادونو د ورکړې غوښتنه وارزوله چې په پایله کې د ۶۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت  ۱۰ قراردادونه منظور شول.

خبرپاڼه وايي منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:

د  کرنې وزارت اړوندبادغیس او غور ولایتونو او د جوزجان قوش تپې ولسوالۍ او  یادو ولایتونو ته د انتقالاتو په ګډون  د ۶۷۵۰ متریک ټن کانسنتریټ ( متوازن حیواني خواړه) د خریدارۍ او برابرولو دوه قراردادونه؛

د ملي دفاع وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ په دریو برخو کې د څښاک اوبو د برابرولو او تدارک د پروژې قرارداد

ملي دفاع وزارت اړوند د ۵ پایو جنراتورونو د اساسي ترمیم قرارداد

د کورنیو چارو وزارت د جزوتامونو اړوند د ۱۱۳ سایټ مایکروویف لینک د ارتباط پروژې قرارداد؛

د ملي پولیسو د قطعاتو او جزتامونو د اړتیا وړ د ۱۴ مرکزي او ساحوي سایټونو د نوري فایبر د شبکې انکشاف د تهیه او تدارک پروژې قرارداد ؛

د ملي پولیسو ځواکونو د جزوتامونو او قطعاتو د اړتیا وړ ۱۲ساحوي او مرکزي سایټونو کې د نوري فایبر شبکې د پروژې د انکشاف قرارداد؛

د کورنیو چارو وزارت د محابسو د ریاست او توقیف خونو اړتیا وړ د ۱۳ قلمه حبوباتو قرارداد؛

کورنیو چارو وزارت اړوند د  چوکاټي قرارداد پر بنسټ د یو قلم اوبلنو ګازو د تدارک قرارداد؛

خبر پاڼه زیانه وي جمهوررئیس محمد اشرف غني د کانسنتریت پر اخیستو (متوازن حیواني خواړه) د بحث پر مهال ټیګار وکړ چې په دې برخه کې د ټولو ولایتونو ستونزې ژر ترژره حل شي. هغه ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد له مالدارو څخه د غوښې اخیسو زمینه برابره کړي.

په یاده غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمد سروردانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د اقتصاد وزیر او د مالیې اوعدلې وزارتونو سرپرستانو، د زیربناپه چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودې او ملي اقتصاد کمېسیونونو ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …