fbpx

د ګازرو جوس د سرطان په درملنه کې مهم رول لوبوي

خبریال ډاټ کام: د هغو نعمتونو له ډلې چې الله ج مونږ ته راکړي دي په هغې کې یو هم ګازرې دي چې په مغذي توکو بډایه او د روغتیا لپاره خورا ګټورې دي.

کار پوهان وایي چې ګازرې د سبزي یو ډول دی چې بیټا کیروټین لري، دا د سترګو لپاره خورا ګټورې دي،په داسې حال کې چې څیړنو دا ښودلې ده چې ګازرې ډیرې ګټې لري خو خلک یې په اړه بشپړ معلومات نه لري.

آیا پوهېږئ چې د مغذي ګازرو جوس د انسان په بدن کې د سرطان ناروغۍ سربېره د ډیرو ناروغیو مخنیوی کوي او خورا ګټور ثابت شوی دي؟

ماهرینو د ګازرو جوس د سرطان د ناروغیو په درملنه کې د ښه رول ترڅنک نورې ګټې هم په ډاګه کړي دي چې پر وینا د ګازرو په جوس کې ویټامین A لوی مقدار شتون لري چې د ځیګر، سترګو ، پوټکړ، هډوکو، او غاښونو لپاره خورا ګټور دي.

په داسې حال کې چې د ګازرو جوس ویټامین سي، E,B هم لري دغه راز D لرونکي پروټینونه، پوټاشیم، کلسیم، اوسپنه، مس او نورې اجزاوې هم لري.

راځئ چې تاسې ته د ګازرو د جوس ځیني ګټې ووایو، که په ګازرو کې د مڼې اوبه، بوره او کله کله پیاز هم ګډ کړئ نو خورا ډیرې ګټې به ولري.

پرله پسې څېړنو دا په ډاګه کړه چې د ګازرو جوس څښل د سرطان ناروغۍ په مخنیوي کې پراخه مرسته کوي او د سرطان د وژونکو حجرو د ودې کولو څخه مخنیوی کوي.

ماهرین په دې باوري دي چې په سرطان ناروغیو اخته کسان کولی شي له دې وژونکي ناروغۍ څخه په بشپړه توګه ځان خلاص کړي، خو شرط یې دادی که چېرې دوی د ګازرو جوس د مڼې له اوبو بورې او پیازو څخه جوړ کړي او په منظم ډول یې په پرله پسې ډول وڅښي.

روغتیا پالان وایي، د ګازرو جوس د سرطان ناروغیو په له منځه وړلو کې مهم رول لري، خو که چېرې دغه څېړنه عملي شي او خلکو ته د یوه پیغام په شکل وایي، چې د سرطان په ناروغیو اخته کسان دې یوځل دا چاره هم عملي کړي څو یې مثبته نتیجه وګوري.

د ماهرینو پر وینا د ګازرو جوس د سرطان ناروغیو د له منځه وړلو ترڅنګ، د زخمونو په درملنه،ځیګر، پښتورګو څګو او د ویني د فشار د کنټرول ساتلو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د یادولو ده د ګازرو جوس د سترګو لید زیاتوي، د عضلاتو فشار کموي، په بدن کې سوزش هم کموي او د انسان د پوستکي د رنګه کېدلو په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com