کور پاڼه / خبرونه / د ملي راډيو ټلوېزیون ویاند سردار محمد همراز له نړۍ سترګې پټې کړې

د ملي راډيو ټلوېزیون ویاند سردار محمد همراز له نړۍ سترګې پټې کړې

د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون تکړه ویاند، لیکوال او شاعر سردار محمد همراز د ور پېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ملي راډيو ټلوېزیون د مسؤلینو په خبره مرحوم همراز څه باندې ۴۰ کاله په ملي راډیو ټلوېزیون کې د خپرونو ویاند او د نطاقانو مدیر و.

مرحوم همراز د ننګرهار او لغمان ملي راډیو ټلوېزیونو د ریاست ترڅنګ د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم پاتې شوی و.

د هنر، فرهنګ او ژورنالېزم لارویان د نوموړي مړینه د ژورنالېزم او فرهنګ په برخه کې لویه ضایع بولي.

Loading...

بیا وګوره

مولانا طارق جميل په پښتنو ملنډې وهلي

د پاکستان يو مشهور عالم او د تبليغيانو مشر مولانا طارق جميل يو ځل بيا …

کندوز: شپږ وسله وال په هوايي بريد کې وژل شوي

  نن غرمه يوولس نيمې بجې په کندوز افغان هوايي ځواکونو د دغه ولايت په …